ادبي لیکني

کره کتنه

په پخوا وختوکې کره کتنې ته ( criticism) ليکل شوى دى، چې دغې کره کتنې به يواځې د اثر دګڼې را برسېره کولې. کره کتنې ته په انګريزۍکې کريټسېزم(criticism) وايي،چې د برابرۍ او اعدل پرمعنى دى. د کره کتنې په اصطلاحي اړخ کې مرحوم محمد صديق روهي په ادبي څېړنې کې دغه لاندې تعريفونه وړاندې کړي دي:
په موزنه او مناسبه توګه ديوې ادبې ټوټې ښکلااوبدرنګې په ګوته کول اويايي په اړه ټاکلې پرېکړه کول.
د آى-اى٠رچرډز په اند:کره کتنه ديوانصاف لرونکي ليکوال له نظره ديواثرشننه،مد للــــــــــه څېړنه اوپه پاى کې يي دښکلاوو او ارزښتونوپه اړه پرېکړه کول دي.

ډاکټرمندور وايي:کره کتنه دادبي سبکونودڅېړنې اومطالعې فن اودهريوبېلول دي.
دسالم ذوق ،تېزاحساس،دلوړې علمي کچې د درلودلواوانصاف په رڼاکې ديو ادبي اثر سپړل ،شنل اودهغه د باريکيوڅرګندولوته کره کتنه وايي.
دکره کتنې په اړه رابرټسن ليکي:کره کتنه دانساني مالوماتودټولو څانګوپه اړه پرتله کولو يادخيالونو دټکر عمل ته وايي.
ګاډن ليکي: ديو کار دوه ډوله طريقو ترمنځ موازه کول اصلي کره کتنه ده.
ويلم هنري هډسن په دې باور دى چې:کره کتنه هغه ادب دى ،چې د ادب په اړ ه ليکل شوى ،اوپه دې کې د ترجمانۍ کولو کوښښ کېږي.کېدلاى شي ديوشي تعريف اوستاينه وي ياتجربه اوتشريح وي.
د همدغه اثر له مخې کره کتنه پر دوه ډوله ده:
نظري کره کتنه: دغه کره کتنه يواځې په ادب کې تيوري ګانې رامنځ ته کوي. او داثر اړوند نظرونه ورکوي.
عملي کره کتنه: چې د ځانګړيو ټاکل شويو اصولو له مخې پرمخ ځي.
دکره کتنې لنډ تاريخ: په يونان کې له مېلاده شاوخوا شپږ پېړۍ مخکې دهماغه هيواد د وتلي شاعر (هومر) دشعرونو په اړه (زينوفنيز) له اخلافي پلوه ځينې نيوکې وکړي.اوپه يونان کې د غه سړى (زينوفنيز) لومړى کره کتونکى ګڼل کېږي.په را وروسته وختوکې هم ځينوکره کتونکيو ځينې نور نومونه هم دکره کتونکيو په توګه يادکړي.لکه دهمدې زينوفنيزهم مهالى (پيزيسترات)،دوه پېړۍ وروسته (فيليتاس ) چې يونانيانو به کريتکوس باله اوهمدار نګه د کره کتونکيو يوه ډله (ارخون) هم هغه څوک وو چې ډرامې به يې ارزيابي کولې او د دوى پرمعيارپوره هغې ته به يې ځينې جايزې ورکولې.له دې ټولو وروسته د(سقراط) په وخت کې (اريستوفان) هغه څوک وو چې په کره کتنه کې به ان په (ارباب الانواع)هم تېز ورته.نوموړي په خپلو دوو ډرامو(چنګوښې) او (ورېځې)کې په سقراط او (يورپيديز) ډرامه ليکونکي په پوره زړه نيوکې کړې دي.پردې سربېره په لرغوني يوناني تمدن کې په دې لړکې د مشهور فيلسوف اپلاتون او دهغه د زده کونکي ارسطونومونه هم راځي. اپلاتون په ټوله کې د کره کتونکيو له خوا لومړنى اصولي کره کتونکى نومول شوى دى.مګر د ارسطو(پوتيکا)د لرغوني يونان د کره کتنې يوه شهکاره نمونه ده.د روم په لرغوني مدينت کې هم کره کتنه پخوانۍ رېښې لري.او د (هوريس) مشهور اثر(دشعرفن) د لرغوني روم دکره کتنې ښه نمونه ده.
له اسلامه وړاندې به چې کله دعربو بېلابېلې قبيلې دحج له پاره مکې معظمې ته راغلې، نوله ښارسره نږدې په (عکاظ)نومي ځاى کې به د سيمې عربانو بازار ولګاوه،او راغليو خلکو به په کې سوداګانې کولې،پردې سربېره به په عکاظ کې لويې –لويې مشاعرې جوړېدې چې له لرې راغليو خلکوبه هم په کې ګډون کاوه.دلته به نو دښه شعر ټاکنه ديوې ډلې له خوا کېده،چې په دې ډله کې دهماغه وخت سترشاعر(نابغه ذيباني) هم و.د دې ډلې له خوا غوره شوى شعربه وروسته دشهرت او عزت په خاطر دکعبې شريفې په دېوال ځړول کېده.چې دغه کاربه دشاعرله پاره لوى وياړو.له اسلامه وروسته هم دعکاظ مېله ګرمه وه،کله چې د کوثر مبارک سورت نازل شو،حضرت علي کرم الله وجهه وليکه،اوبې له دې چې د عکاظ دکره کتنې ډله پرځان خبره کړې،دغه مبارک سورت يې دکعبې شريفې پردېوال وځړاوه،کله چې دجاهليت لوى شاعر (لبيد)_چې عربانو به ورته دښکلې شاعرۍ له امله سجدې کولې اوپه وروستيوکې يې ايمان راووړ_دغه درې له فصاحته ،بلاغت اوښکلاډک اياتونه ولېدل،بې پامه يې له خولې ووتل: (( دغه دبشر کلام نه دى!))
په ختيځ کې دکره کتنې په اړه لومړنى ټول منلى اثر دبصرې د اوسېدونکي (جمحي) (طبقات الشعرا) دى.په دې اثر کې مولف د جاهليت او اسلام د دورو شاعران دځينو ځانګړنو اومميزاتو له مخې په لسو طبقو وېشلي. جمحي د ښه شعر په اړه وايي:ښه شعرساده،روان اوسنجېده وي.له ده وروسته (ابن قتيبه دينوري) (الشعر والشعرا)وليکه اودشعرخوښونې معيارونه يې کېښودل.اماپرشعراوشاعرۍ سربېره ابن قتيبه د نثر ليکونکي په اړه هم ويل چې بايد دپوره روغ ذوق څښتن وي ،خبرې ساده،او له ښکلاډکې وي.او پرعلومو اوفنونولاس برى وي.له يادوکره کتونکيو وروسته  د(جاحظ)  (البيان والتبين) چې د کره کتنې او بلاغت ځينې اصول يې بيان کړي دي،د متي بن يونس ژباړه (بوطيقا) چې د ارسطو(پوتيکس) يې ژباړلى،د درېيمې هجرې پېړۍ د (قدامه بن جعفر) (نقدالشعرا)،د قاضي جرجاني (الوساطه بين المتنيبي وخصومه)ديادونې وړ دي،چې وروستى هغه يې دعادلې کره کتنې ښه نمونه ده.له دوى وروسته په عربي نړۍ کې دکره کتنې په اړه بېلابېل اثاروليکل شول،چې مشهوريې د (ابولفرح اصفهاني) اثر(اغاني) دى،چې روهي صيب د (ادبې څېړنې )په ١٤٧مخ کې دغه اثر سل(١٠٠) ټوکه ښوودلىاو د روهي صيب په خبره((داکتاب په حقيقت کې دشعر او ادب دايره المعارف ګڼل کېږي.))له ((نقدالشعرا))وروسته د ابن اثير(الکامل في التاريخ) اثر ډېر مشهور دى،له يادو کره کتونکيو سره جوخت د ابن ابې الحديدنوم هم يادېږي.
دکره کتونکي ځانګړنې:
کره کتونکى بايد دهماغه اثر اړوند ډېر معلومات ولري.
بايد کينه ګر نه وي، او کره کتنه يې د اصولو له مخې وي.
د اثر له څښتن ،يا اثر سره حساسيت ونه لري.
کره کتنه يې د رغاوي او پوهاوي په نيت وي.
د ناستې ،مقابل لوري او اثر متقابل احترام ولري.
خپلې خبرې مستندې، او مدللې وکړي.او…
کره کتنه علم دى که فن؟
پر دې اړوند د فارسي ليکوال دکتور شميسا يواځې دوه کرښې را اخلم:
نقد نه علم مستقلی است و نه منحصراً جنبه ی علمی دارد، بلکه آن را می توان فنی _يا به عبارت بهتر_ صناعتی دانست که بر روشها و طريقه های علمی متکی می باشد.

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x