افغانستان

د پاکستان لاهور ښار کې د افغانستان کونسلګري پرانستل کېږي

نن ټکی آسیا: په پاکستان کې د افغانستان نوی ټاکل شوي سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې په لاهور ښار کې د نوې کونسلګري د پرانستلو اعلان وکړ.

نوي ټاکل شوي سفیر جانان موسی زي په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چې په لاهور ښار کې د افغانستان نوي جوړېدونکي کونسلګري به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي اړیکې په وده کې اغېزمن رول ولوبوي.
د پاکستان په ستر او سوداګریز ښار لاهور کې د افغانستان څلورمه کونسلګري په داسې حال کې پرانستل کېږي، چې له پخوا راهیسې د پاکستان په کوټه، پېښور او کراچۍ ښارونو کې د افغان سفارت استازي او کونسلګري عملاً په فعالیت بوختې دي.
ښاغلي موسي زي ټېنګار وکړ، چې د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ ګڼ مشترکات دي، چې باید پاللو ته یې جدي توجه وشي. نوموړي زیاته کړه، چې افغانان او پاکستانیان له مودو- مودو له یو و بل سره مخامخ پاته شوي او ترمنځ یې سوداګریزي ، فرهنګي او سیاسي اړیکې شته دي.
د شنونکیو په اند، ښاغلی جانان موسی زی چې له دې وړاندې يې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله او د امریکايي پوهنتون له ژورنالیزم څخه فارغ دی، له پاکستاني رسنیو او خبریالانو سره یې ښې اړیکې لرلې او د مخکني سفیر داودزي په پرتله ښې لاسته راوړنې لرلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x