افغانستان

کندهار کې د ملي اردو ۲۰ سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۶): د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو برید د ملي اردو سرتیرو ته مرګ-ژوبله اړولي او ځیني وسایط یې ویجاړ کړي دي.

برید تېره شپه وسلوالو طالبانو د شاولیکوټ ولسوالۍ په اڅګزو سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه کړی، برید شاوخوا څلور ساعته دوام کړی او د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل سوی دی.

یوې باوري سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي چې په دې برید کې د ملي اردو ۲۰ سرتیري وژل سوي او ځیني نور ټپيان دي، یاده قرارګاه وروسته د پولیسو له خوا ژغورل سوي ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښي پخلی کړی، نوموړي رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې یې د ملي اردو یوه قرارګاه نیولي ده.

احمدي زیاتوي، په پېښه کې یې ۳۵ د ملي اردو سرتیري وژلي او ځیني نور ټپيان دي، نوموړۍ وایي د ملي اردو ۴ زغره وال موټر یې سوځولي او ۳ نور یې د ځانه سره بیولي دي.

په دې وروستیو څو ورځو کې د کندهار امنیتي حالت ټکنی سوی، هره شپه طالبان د ولایت په یوه څنډه کې پر امنیتي سرتیرو برید کوي چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته کیږي، تر دې وړاندي د میوند، خاکریز، معروف او ارغستان ولسوالیو څخه هم د ناامنیو خبرونه ورکړل سوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x