شعـــــرونه

نظم/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

زماپه لاس کي چي تسپی دي
دريا ريا کيسي دي
له دې وروسته غورزومه
داتسپې چي ته یې وينې
تاتې هم نه درکومه

ددې سينداوبه دې يوسي
چيرته ليري تردښتونو
بې حسابه یې جنت دی
اوبې شماره نعمتونه
زه چي ذکر دهغه کړم
ماحساب ولې نيولی
زه شمارمه ولې ولې
دهغه رحم کرم ته
دتسپومسپو بندونه

چي واکمن زما پرهډودی
هم خبرزماپه رګودی
چي څه کړم باندې خبريږي
زماهرڅه ورمعلوميږي
کيسه پورته ترتسپوده
ترحساب حساب دانوده

دهغه رحم کرم خو
بې حسابه اوبې شماره
مابيا ولې دي نيولې
دتسپو مسپو بندونه
پريږده پرېږده
چي يې یاد کړم
بې تسپومې زړګی ښاد کړم
چي حساب راڅخه ورک سي
چي بې شماره یې په زړه کښي
زړګی یخ کړمه په ذکر
…..
محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x