نظــر

غلامې رسنۍ دې خپلواکې شي!

 له روسي ښکېلاک سره د (CIA)او  آى اس آى يارانه نوره هم پخه شوه، امريکا مجبوره شوه چې له سيمې نه د کره مالوماتو لپاره د آى اس آى زنه ونيسي، بې له هغه هم آى اس آى د سې آى ا‌ي تړلى چرګ و؛ مګر په افغانستان د روسيې بريد د پاکستان لپاره غوړه مړۍ شوه، مجاهدين يې د خپل وطن دفاع ته په شاټپول او ځان يې ديني ورور ور معرفي کاوه، امريکاته به يې جلا سترګک واهه؛لابه يې احسان ورباندې زيات و، چې په خپله خاوره کې مې لکونه مهاجر ساتلي دي، د (UNHCR) مرستې بې دريغه ورته راماتې شوې، چې بې له شکه لا اوس هم شخوند پرې وهي.

د ((د(CIA)پټې جګړې)) د ليکوال په قول د جهاد په وخت کې امريکا د آى اس آى له لارې (٢٦٠٠) سټينګر افغان مجاهدينو ته ورکړل، چې له (٥٠٠٠٠) نه تر (١٥٠٠٠٠) امريکايي ډالرو پورې يې قيمت درلود. امريکا هم افغانان هڅول چې خپل هيواد ازاد کړي او هيواد له متجاوزينو وساتي، دوى به هم په خپله ميډيا کې مجاهد ، مجاهد، او شهيد ، شهيد ياداوه، هغوى خپله موخه لرله، خپل مقابل لوى ځواک يې له پښو غورځاوه او دغه يې ګټه ګڼله چې تر تودو اوبو راونه رسېږي.

    افغان مجاهدين هم څه پټې سترګې نه وو، هغوى هم پوهېدل چې امريکاڅه موخه لري او زموږ موخه څه ده؟ دوى دواړه په يوه هدف کې سره شريک وو، چې بايد روسيه د امريکا په سلاح، دپاکستا په چکچکو او افغانانو پر وينو شرمېدلې، دړې وړې شي. د(CIA)  سټينګر د (ISI) پر شاباسي د افغان په اوږه د (KGB) الوتکه رالوېدل. امريکا د وارسا په خوښه پر افغانستان بريد، يو غير انساني بريد او ناحقه تجاوز ګاڼه او ښکاره يې داسې ښوودله چې امريکا له افغانانوسره د بشريت په خاطر مرسته کوي. خو کله چې يې خپل لوى حريف د خړ افغانستان د لکونو شهيدانو په مرسته خړمخى وليد، ځان يې له صحنې شاته کړ، خو خپل ملګرى (ISI) په شا وټپاوه.

    د افغانستان د راتلونکې لپاره ناستې په پاکستان کې کېدلې، له هغه ځايه نمايشي مشران، وزيران … سره را معرفي شول ، په هغوى کې ځينو د ولس تېر ټوله همکاري ترپښو لاندې کړه اوله جنګه ستومانه، وږي ، تږي، بې وسه  اوځوريدلي افغانان يې بيا د وير په ټغر کېنول. په هره لويه لاره کې يې د انسانانو په جامه کې د افغاني غرور او عزت لوټونکي لېوان کېنول، په داسې وخت کې چې (ISI)هم يوڅه دامريکا له مرستې ناهيلې شوې وه، يواځې دمهاجرينو په مرستو يې خوله نه ډکېده او (CIA)هم په افغانستان کې خپل هدف پوره کړى و،  نو دهغه چا چې له خدايي باوره نظر اوښتى و، دغه دوه لوى همکاران يې هم چندان په درد نه ورته خوړل کېدل، ځکه خو ولس يوې سترې الهې پېروزينې ته په تمه وو.

    دغه الهي نعمت امير المؤمنين ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله وو،چې د ميوند له څو مدرسو يې خپل دعوت پيل کړ او د مسلمانانو د ناموس دساتلو په پار يې  له ملګرو سره خپل سرونه په ورغويو کې ونيول.  هڅې يې وکړې، کاريې وکړ، په ځان يې شپه او ورځ يوه کړه او د ډېر زرداديانو له خولو تيارې مړۍ وغورځولې.

    د غسې نمونه يې امارت چې له عثماني خلاقت وروسته ورته دنړۍ مسلمانان په تمه و، په خپل ډول کې بې مثاله و، هلته چې دهرچا ناموس خوندي، پر اقتصادي بنديزونو سربېره ښه پرېماني، نه پکې چا خپل اولادونه خرڅ کړل او نه هم پکې په پنځه مياشتنۍ نجلۍ جنسي تېرى وشو.دغسې د مسلمان امت خواخوږى دولت هغه چاته چې زموږ د اصليت دښمن دى د زغملو نه وو، خو دا ديرغلګر خصلت دى، چې مخکې له يرغله خپل غوړه مالان پيداکوي، ځکه خو د (٢٠٠١ز) کال د سيپټمر په اوومه د روسيې ګوډاګي احمدشاه مسعود په فرانسه کې له خپلو نويو بادرانو سره وکتل او په ډکه خوله يې له بوشه وغوښتل چې په افغانستان بريد وکړي، ځکه چې ده ته نور نو دپکول ځاى هم نه پاتې کېده، په نهمه يې دى مړشو، او د سيپټمبر په يوولسمه پر نړيوال تجارتي مرکز بريد وشو.
 

   امريکا له وړاندې اوازې ګډې کړي، چې اميرالمؤمنين بايد د ملګرو ملتو غوښتنې په پام کې وساتي، د ښځو حقوق، دبيان ازادي… دې په نظر کې ولري او په اړه يې دې يې اقدام وکړي. ځکه خو يې ښې پرېمانه پلمې سره راټولې کړې او په بن کې يې  د لاهور د رنډۍ خانو او د امريکا د نايټ کلبو لنډه غر دافغانانو پر نامه سره راټول کړل او نېغ يرغل يې وکړ.
 

   د صحنو په اوښتو را اوښتو هغه څه چې وارسا وکړل، ناټو تکرار کړل، خو ناټو تر وارسا پر ميډيا حاکمه ده، دوى تر راتګ وړاندې او پر راتګ سره_ سره فکري محاصرې ته کش ورکړ، دلته هرڅه سر چپه شول، هغه څوک چې د دوى په مقابل کې جنګېږي، هغه بايد ګرم، ملامت او تروريست وګڼل شي، ځکه چې دوى خو په بن کې ناسته کړې او د افغانانو په خوښه راغلې، په داسې حال کې چې روسيه هم د افغانانو په خوښه ، دکارمل په زاريو راغلې وه ، ناټو کرزى په زهره چاودۍ پر موټر سايکل ترارګه ورساوه، خو روسانو کارمل په ټانګ سپور په ارګ ننويوست. 

   اوس بياهم مجبوريتونو سياسي فرصتونه برابر کړل، دلته بيا حالت د پخواغوندې شو، اوس هم مجاهدين په پښتونخوا کې اوسې، خو ټول وخت نه، بلکې دژمي څو مياشتې. اوس هم د يو يرغلګر په وړاندې جنګېږي، اوس هم د خپلو ناموسونو دفاع کوي؛ مګر اوس د(ISI) مرستې نشته، ځکه چې يو خو هغه په خپله د پخو اغوندې کوم عايد نه لري، لکه مخکې چې به يې له امريکا اخېستې، درېيمه برخه که به يې ايله مجاهدينو ته رسېده، مګر اوس دغسې څوک نه لري چې له هغوى يې واخلي، خپله برخه کې پکې ووهي او پاتې مجاهدينو ته ورکړي، بل دا چې نږدې شپږ نيم سوه کسان د (ISI) په مرسته تر ګوانتنامو  رسېدلي  چې دپاکستان دغه جنايات به کله هم مجاهدين هير نه کړي، پر دې سربېره چې  د دې انګريز دولت(پاکستان) د ناپاک پو ځ له خوا د تحريک طالبان پاکستان له ملګروسره څومره ظلمونه وشول، هغه هيڅ مرسته نه شي پټولاى؛ نو پوښتنه داده چې طالبان څوک حمايه کوي؟

    دغه خورا مهمه پوښتنه ده، چې د مزدورې ميډيا په مرسته د ولس په ذهن کې بېخې سرچپه ورپېچکاري کېږي، په داسې حال کې چې که فرضاً ريښتيا هم _ ټول پاکستان_ له مجاهدينو سره مرسته وکړي، نو ولې ګرم وبلل شي؟ ځکه چې له پخوانو مجاهدينوسره هم همدې پاکستان او هم کافر(امريکا) مرسته کوله؛ په داسې حال کې چې دا فرضيه هم نشته.  هغه څوک چې د الله جل جلاله په قدرت دزړه ايمان لري او ما دياتو يې سترګې نه وي ورپټې کړې، نو ديو مسلمان لپاره ترټولو لويه تکيه الله جل جلاله دى، خو دا چې دغه مرتدين ښکاره دمادياتو غلامان داسې ځواب غواړي چې مادي اړخ ولري، نو لومړى خو بايد دې ته فکر وکړو چې ايا مجاهدين ريښتياهم له کوم هيواده حمايه کېږي، که فرضاً ځواب (هو) وي، نو آيا دابه دخندا خبر نه وي،چې له يوه هيواد حمايه کېدونکى پوځ دى د طيارې او ټانګ په مقابل کې په زاړه موټرسايکل له کلاشنکوف سره راسپور وي؟؟؟

    پردې بايد ګرده ميډيا هوکړه وکړي، چې مجاهدين دولس له منځه راپاڅېدلي ، دغه جهاد يو ولسي پاڅون دى، دغه خلک اوس هم دغه بې وسه ولس دچرګو په هګيو ساتي، په نيمه شپه کې په کور کې ځاى ورکوي او ترځان ورباندي تېر دي.

    بله داچې که سړى د جګړي دواړو خواوو ته وګوري، حمايې ته دکرزي ګوډاګۍ اردو او چرسي پوليسان اړتيا لري، ځکه چې دغه خداى شرمولي يې په خوښه نه دي راوستي، بلکې دپيسو په زور او د تنخواه په تمه راغلي دي. نو دمجاهدينو مصرف به څومره وي؟ په داسې حال کې چې ډوډۍ، دموټرسايکل تېل، ترخپله وسه سلاح، کالي او  بوټونه خپل دردمن ولس ورکوي او معاش دوى نه لري، د کرزي ګوډاګيان چې ځان ته د (سرباز) کلمه استعمالوي، بايد وشرمېږي چې سرباز(سرتېر) هغه څوک دى، چې د الله جل جلاله د رضا لپاره سر په لاس کې ونيسي او په ځان پورې بم وتړي، ته خو د يو څو افغانيو په بدل کې دلته درېدلى يې، هغه هم له يو موټرسايکل سره ستا يوه رنجر مقابله نه شي کولاى.

    نو بايد ټوله ميډيا بايدپه يوه خوله دې سرتېرو مجاهدينو ته مجاهدين، فدايانو ته فدايان ، شهيدانو ته شهيدان او دې سپېڅلې مبارزې ته جهاد ووايي.

حنظله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x