
طالبانو د بادغیس پر قادس ولسوالۍ برید کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۶): د بادغیس ولایت ځايي چارواکو د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په قادس ولسوالۍ کې د جګړو خبر ورکړی دی.
د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تېره شپه (۱ غبرګولی) د قادس ولسوالۍ په دره بوم سیمه کې سختي نښتي سوي دي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو ځینو پوستو سقوط کړی دی.
د بادغیس د پولیسو ویاند تحصیل حیدري د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو په برید کې ۳ تنه امنیتي سرتیري وژل سوي او یو بل تن طالبانو ژوندی نیولی دی، نوموړي همدارنګه وویل چې په یاد برید کې پنځه تنه طالبان وژل سوي او ۲ تنه نور ټپيان دي.
تحصیل حیدري رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د خپلو ۳ مرکزونو څخه شاتګ کړی دی.
طالبانو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره پر دره بوم د برید خبر ورکړی دی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی ځواکونو تېره شپه د دره بوم ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او شاوخوا ۷ پوستې نیولي دي.
احمدي په خبرپاڼه کې لیکي چې په بریدونو کې یې امنیتي سرتیرو ته زیاته مرګ-ژوبله اړولي خو د کره شمېري څخه ناخبري ښیې.
دره بوم په داسي حال کې د طالبانو لاس ته لویږي چې تر دې وړاندي د غورماچ ولسوالۍ هم د یوې شپې لپاره طالبانو ونیول او وروسته یې خوشي کړه.