شعـــــرونه

یارانه!/ سپين کوچی

 سپين کوچی
ستا غم سره،پوره لا نه دی،کال د یارانې
ویلی چاته نه شم،ځکه حال د یارانې

زه دومره د خپل درد کیسه، له چا پټه ساتم چې
زه نه وچوم سترګې، په دستمال د یارانې

په تامې پیرزو نه شي، خپل قاتل سره یاري
خاوند خو دې زر راوله ، زوال د یارانې

چې ښه ډیر چا وژلي یو، هغوی ښه لمانځل کیږي
هم دلته، او هم هلته ، په مډال د یارانې

موږ پریږده چې له ګل،ګل پرهرونو نه، خوند اخلو
یو ورځ به رب ته وړاندې کړو، مثال د یارانې

ای! یاد مو شي که نه یارانو، فکر ته مو پام دی؟!
ای! څومره خوندور به و، جنجال د یارانې

کوچیه ځوانیمرګه! کله ورک شي، پسې ورک شي
بلا موده دې نه راځي، احوال د یارانې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x