افغانستان

د وکیل پلویانو په بامیانو کې کام ایر الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۶): نن سهار د کابل څخه بامیان ته تلونکې الوتکه وروسته تر هغه بیرته کابل ته ولیږل شوه چې د بامیانو یو وکیل د ځنډ له امله له الوتکې څخه پاته شو.

د کام ایر عمومي مشر عثمان صمدي رسنیو ته ویلي چې نن ورځ د بامیان ولایت وکیل عبدالرحمن شهیداني د خپل یوه بل ملګري محمد جعفري په ګډون له کابل څخه د کام ایر په پرواز کې سفر درلود، خو نوموړی هوايي ډګر ته په داسي وخت کې را ورسید چې الوتکه پر ځغاست لیکه روانه وه.

نوموړی وایی چې وروسته شهیداني بامیانو کې خپل پلویانو ته ویلي چې الوتکه پرې نه ږدي چې ناسته وکړي چې له امله یې الوتکه بیرته کابل ته راغله او نوموړی یې د خپل ملګري سره بامیانو ته واخیست.

عثمان صمد همدراز ویلي چې له دې پيښې څخه د کام ایر شرکت ته په لسګونو زره ډالر تاوان ورسید او همداسي د هغه سپرلیو د ځنډ او خستګۍ سبب شو چې په الوتکه کې سفر کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x