
ټرمپ ولي د افغان سرتیرو ستاینه کوي؟!
نن ټکی اسيا- سرليکنه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ریاض کې د اسلامي هېوادونو او امریکا غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې د افغان امنیتيي ځواکونو ستاینه وکړه.
نوموړي افغان امنیتي ځواکونه زړور وبلل او د هغوئ د تقدیرونې لپاره یې وویل چې واشنګټن او متحدين به یې د په اصطلاحح ترهګرۍ ضد جګړه کې د کابل تر څنګ ولاړ وي.
ټرمپ په داسې حال کې د افغان امنیتي سرتیرو زړورتیا ستايي چې په افغانستان کې تر بل هروخت د جګړو څپه تونده شوې اوو په ترڅ کې یې هره ورځ په لسګونو پولیس او امنیتي ځواکونه وژل کیږي.
په یوه تازه پیښه کې چې د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوي خواوشا ۲۵۵ تنه افغان عسکر د طالبانو په برید کې وژل شوي او تر دې دوه ورځې وړاندې په ګاوندي ولایت زابل کې په همدومره شمیرامنیتي ځواکونو ته د طالبانو په بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ټرمپ تر ستاینې یوه اونۍ وړاندې د ناټو عمومي سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم په یوه ځانګړې وینا کې د طالبانو په مقابلل کې جنګیدونکي افغان امنیتي ځواکونه ستایلي وو.
نوموړي دا هم ویلي و چې د افغان ځواکونو د جنګي مهارتونو او وړتیا له امله ناټو نور نه غواړي خپل سرتیري افغانستان تهه ولیږي.
سړی نه پوهیږي چې ورځ تربلې د ولسوالیو سقوط او په لسګونو تنه د ملي اردو او ملي پولیسو وژل کیدل د یادو ځواکونو کومم جنګي مهارت وبولي؟
حقیقت دا دی چې ټرمپ او ستولتنبرګ د دې لپاره د افغان ځواکونو ستاینه کوي چې هغوئ د دوي د مصالحو لپاره جګړه کوي نهه د خپل هیواد او ولس لپاره.
که ریښتیاهم د هغوئ جګړه د خپل هیواد د امنیت لپاره وای نو نن به د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په ۲۸ هغو کې خونړۍ جګړه نه وه روانه.
د ګډ حکومت چارواکي هم په دې اعتراف کوي چې په هیواد کې روانه جګړه پردۍ ده ، خو همدوئ دې چې دې پردۍ جګړې ته افغانان ورټیل وهي او د پردیو مصالحو لپاره یې په وینو لمبوي.
همدا لامل دی چې ټرمپ او ستولتنبرګ د دې ناروا جګړې د ممولینو په توګه د هغې د جاري ساتلو لپاره ساده افغانان په شاا ټپوي او په دې توګه غواړي دلته د جګړې په غزولو او ګرمولو سره خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.