fbpx

حزب اسلامي: عطا محمد نور ذهني توازن له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعيد وايي، نه چاته تسلیم شوي او نه هم څوک ورته تسلیم شوي دي.

سعید د بلخ د واکمن عطامحمد نور د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، د ګلبدین حکمتیار «تاوده» هرکلي د هغه د سیاسي حریفان وارخطا کړل.

نوموړي پخپله رسمي فیسبوک پاڼه عطامحمد نور ته په اوږده لیک کې هغه پر دې ملامت کړی چې د ګلبدین حکمتیار تنازل ته يې ولې پام نه دی کړی.

که څه هم قریب الرحمن سعيد ګډ حکومت «جانکیریانه نظام» بولي، خو وايي مشر يې د ځینو مصلحتونو په خاطر دا «تریخ واقعیت منلی دی.»

عطا محمد نور له یو خصوصي تلویزون سره په خبرو کې ګلبدين حکمتیار په خوب ویده ګڼلی، نور وويل«موږ باید ده ته وخت ورکړو، چې را ویښ شي، ډيموکراټيک اصول ومني، بیا به يې هر څوک هرکلی کوي.»

عطا محمد نور حکمتیار د سولې له پروسې سره یو ځای نه بولي، بلکې هغه يې «تسلیم شوی» بللی، هغه وویل: «د دې پر ځای چې دی حکومت ته تسلیم شي، داسې چلند کوي لکه حکومت چې ده ته تسلیم شوی وي.»

د حزب وياند قریب الرحمن سعيد پخپل ځوابیه لیک کې عطا محمد نور څو ځلې پر «معلم صیب» مخاطب کړی او ويلي يې دي چې «ذهني توازن يې له لاسه ورکړی.»

سعید وايي د حکمتیار سیاسي حریفانو هیله لرله، چې هغه به اوس په ولس کوم ځای نه لري، خو د ده په وينا د خلکو له لوري «د حزب اسلامي د امیر له درانه او ملي استقبال وروسته یې خپل ذهني توازن هم له لاسه ورکړ.‏»

که څه هم حزب له هغه حکومت سره چې عطامحمد نور يې یو مامور دی، یو ځای کېدل خپله «سیاسي لاسته راوړنه» بولي، خو قریب الرحمن سعید بیا عطا محمد نور ته د همدې ماموریت پېغور ورکوي «که احیاناً حکمتیار او د هغه په څېر نور د جهاد او آزادۍ اتلان خوبوړي وای، نو نن به افغانستان د پردیو تر پښو لاندې داسې رغړېده، څه ډول چې ښاغلی معلم عطاء له تېرو ۱۶ کلونو را پدېخوا د پردیو په غیږ کې رغړي»

حزب چې په فیسبوکي ځوابونو کې يې مشر هم ځان نه سپموي، له دې لیکه خورا قهرجن معلومېږي، سعید انګېرلي چې ولس د حکمتیار د «خرڅېدلو» اندېښنه لري.

هغه عطامحمد نور ته په حکومت کې د کار له امله د اشغال مزدور ويلی او د حکومت معاش يې « حرامې او ناروا شتمنۍ» بللې.

سعید لیکي «معلم عطاء به د امریکایي او ناټویي اشغال او د خپل ملت پر اقدارو د تجارت له لارې د میلیاردونو ډالرو خاوند ګرزېدلای وي، او د همدې حرامې او ناروا شتمنۍ د خونديتوب په پار به په غیر شعوري ډول د خپلو غربي بادارانو سندرې ترې زمزمه کېږي. خو دا باید په یاد ولري، چې نه د حزب اسلامي قائد او نه هم د دې ګوند کوم بل غړی د ده په څېر د اشغالګرو له خوا د ډالرو په مقابل کې پېرل شوی»

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې د حکمتیار د هرکلي کمیسیون ته میليونونه ډالر ورکړل شوي دي، چې لا يې هم پر لګښت بوخت دي.

حزب اسلامي د تېر کال په تله میاشت کې له ګډ حکومت سره د سولې په نوم تړون لاسلیک کړ، چې دم ګړۍ يې مشر په کابل کې مېشت دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د