ټولنیزه برخه

د شتمن، او نېک سړي؛ له عبرت نه ډکه کیسه!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)
کیسه کا: په یوه کلي کې تر ټولو یو شتمن سړی و، الله پاک پرېمانه نعمتونه ور کړي و، په کور کې یې زړه مور، – چې د رنځ په بستر پروته وه، ټولې کورنۍ له نظر نه ویستلې وه – پلار، وروڼه، زامن او ښځه در لوده.

د کورني ژوند ټولې لارې چارې هم ده سمبالولې. هغوی هم ترې هيڅکله سر غړونه نه کوله؛ خو یاد سړي ټول ژوند د دنیا په کارونو تېراوه؛ د لمانځه، د الله پاک د یادولو او اخرت په فکر کې هيڅ نه و.

یوه ورځ د دریاب پر غاړه پر څوکۍ ناست دی، خپلې باري کښتۍ څاري، تجاران، کارګر، او عمله یې هر یو په خپل ور سپارل شوي کار بوخت دي؛ یو نېک او دیندار سړی ور ته راغلی، سلام یې وکړ، هغه ورته وعلیک… ووایه. څه مهال پس یې ورته کړه: د الله پاک اطاعت، پیروي او هغه (جل جلاله) ته په ټولو کارونو کې رجوع د سړي د لا پر مختیا لامل کېږي.

هغه ور غبرګه کړه: زما لمانځه ته کومه اړتیا نشته، مال لرم، اولاد لرم او په خلکو کې د ښه حیثیت او مرتبې څښتن یم، یو څه ته هم اړ نه یم؟

یاد دیندار ور ته کړه: عبادت او بندګي؛ خو څوک د دنیا له پاره نه کوي؛ بلکې د تلپاتي راتلونکي ژوند له پاره یې تر سره کوي، دا راز د یو وګړي سره څوک مینه لري؛ خو یواځې په دې موخه، چې څه ترې وتوږي، له مړیني پس یې هغوی نه په فکر کې وي او نه ترې څه عذاب کمولای شي، بس یواځېتوب به یې کړوي؛ خو کوم څیز چې په یواځېتوب کې په ښه ورځي هغه د الله پاک عبادت دی او بس.

شتمن کس د یاد سړي په نصیحت غوږ و نه ګراوه.

هغه ورته کړه: غواړې، چې زه د خپلې وینا رښتینوالی په سترګو در و وینم. شتمن: هوکې.

ناصح سړي یو تابوت راوړ، څو وګړي ور سره مل دي، تر څو تابوت ور سره د هغه کور ته یوسي او کورنۍ یې د ده په مړینه خبر کړي، چې هغوی کوم عکس العمل ښیي.

شتمن ور سره هوکړه وکړه؛ ځان یې مړ وګاڼه، په تابوت کې ننووت. وګړو تابوت پر اوږو بار کړل، د هغه کور ته یې ورساوه په داسې حال کې، چې د هغه وروڼه په خپله ودانۍ کې سره را غونډ دي، یاد دینداره هم ور سره مل دی.. وروڼه یې په لیدو هک پک حیران دي؛ په بيړه د جنازې خواته راغلل، ویلې: څه پېښه ده؟! هغوی ورته کړه: ستاسو ورور او دپالني مخین مو الله پاک وژلی وو، ومړ. هغوی په سویو کړیکو او چیغو سر شول. کله چې هغوی وغوښتل، چې تابوت پرانيزي، د خپل ورور وروستنی دیدن وکړي، ویې ګوري؛ یاد دیندار منع کړل: ورته یې کړه: مه یې پرانيزئ! هغوی ور ته وویل:ولي؟!

یاد سړي ور غبرګه کړه: تاسو پوهېږئ، چې ستاسو ورور یو بې دینه او بې لمانځه وګړی و؛ کله چې ومړ؛ یو لوی مار یې له غاړي تاو شو، په تابوت کې ور سره د ننه دی، ترڅو قبر ته ور سره ولاړ شي او و یې ځوروي. یوه لاره شته، کېدای شي، چې د هغې په عملي کول سره هغه را ژوندی شي؛ او تاسو له خپلو عمرونو نه څه برخه هغه ته ور وبښئ، تر څو هغه الله پاک ته توبه وباسي؛ لمونځ ادا کړي؛ داسې تګلاره عملي کړي، چې په مټ یې د ستر څښتن رضا او خوښۍ تر لاسه کړي. تاسو پوهېږئ، چې هغه در سره څومره زیار او محنت ګاللی.

هغوی یو بل ته سره وکاته، ویې ویل: هغه د دنیا پر غولي ډير ژوند وکاوه، لمونځ یې پرېیښی و، موږ ولي ور ته خپل عمر وبښو؛ په بیړه یې تر قبر ورسوئ؛ ځکه د مړه ځنډ په کور کې ګناه ده.

شتمن ټولې خبرې په زېر او زبر سره اوري، د وروڼو له درد ناکه خبرو دردېږي؛ له هغوی سره کړې نېکې یې یوه یوه سترګو ته ناڅي.

نا څاپه یې پلار دروازه پرانیسته، سترګې یې د خپل زوی په جنازه ولګېدې؛ په ژړا یې د سوي زړه بړاس وویست. د وروڼو په څېر یې هغه د لیدلو غوښتنه وکړه، یاد دیندار د تېر په څېر ځواب ورکړ، کوم یې چې د هغه و وروڼو ته ور کړی و.
شتمن په تابوت کې له ځان سره ګډ دی: پلار به مې هرو مرو د کړاو او درد په لري کولو کې را سره مرسته وکړي؛ ځکه هغه زما پالنه کړې، را سره یې ځانګړې مېنه وه؛ د ژوند په ډېرو ترخو شېبو کې مې ملتیا کړې.

پلار هم دوروڼو په څېر ور ته ځواب ووایه او قبر ته یې د ژر وړلو سپارښتنه وکړه.

یاد دیندار وویل: زمن یې چېر ته دي، را دي شي د خپل پلار د خلاصون له پاره دي خپلې هڅې وکړي. شتمن ځان ته لګیا ده: زمن مې هرو مرو مرستې ته را دانګي؛ ځکه له هغوی سره مې بې سارې مینه وه؛ د هغوی له لاسه مې ډېرې سټړیاوې پر ځان منلې او…؛ خو هغوی هم د خپل نیکه تګلاره غوره کړه؛ ویل یې: موږ تر اوسه لا زلمي یو؛ د ژوند له باغه مو مېوه نه ده تر لاسه کړې؛ څه زمانه باید له پلار نه په راپاتې ډول ډول مال خپل ژوند ښکلی کړو. هغوی هم و قبر ته د ژر وړلو امر وکړ.

یاد دینداره امر وکړ: مېرمن یې را وغواړئ؛ ښایي د تېر خواږه ژوند د مینې له امله یې د بیا ژوندي کولو او له عذاب نه د نجات په پار هلې ځلې وکړي. خو هغې یې هم د بیا ژوندون په اړه کوم رول و نه لوباوه.

یاد دیندار وویل: دې غریب د ژوند ټولې خوږې شېبې د خپلې کورنۍ د غړو له پاره په اوبو لاهو کړې؛ اوس یې هیڅوک له الهي عذاب نه د خلاصون په فکر کې نه دي. راځئ! نور یې د قبر پر لور وخوځوو.

شتمن ټولې اوري؛ له ځان سره په تېرو کړنو د پښیماني لاسونه مروړي.

یوې وړې خور یې نعره کړه: مورکۍ پاتې شوه! دیندار سړي وویل: را یې ولئ! شونې ده، هغه ور سره مرسته وکړي. هغوی ورته کړه هغه د مرګ پر بستر پروته ده؛ د راتللو ځواک یې له لاسه ورکړی.
هغه ور غبرګه کړه: خیر دی، تاسو یې راوړئ!

شتمن په ژړا ژړا له ځان سره وایي: یادو زړه ته را تېرو مې هم د خلاصون هڅې و نه کړې؛ مور خو مې په ژوند هم له ځان نه شړلې وه؛ کومه نېکي مې نه ده ور سره کړې؛ کله چې د رنځ پر بستر لوېدلې ده؛ د هغې مخ مې نه ده ليدلی؛ هغه به را سره څنګه مرسته وکړي؟

هغوی مورکۍ په ځولۍ کې ور ته راوړه؛ کله یې چې د زوی په تابوت سترګې ولګېدې؛ په ژړا یې پیل وکړ… دیندار وګړي ور ته کړه که هغه د الله پاک له عذاب نه ژغورې؛ نو ته پاتې ژوند هغه ته ور وبښه، چې الله پاک یې را ژوندی کړي او هغه (جل جلاله) ته توبه وباسي او نیک عمل تر سره کړي؟

هغې ور ته کړه: زما خپل ژوند له هغه نه ځار دی!

یاد دینداره ورته کړه: مورې! هغه در سره په ژوند کې کومه نیکې نه ده کړې؛ څنګه ګران ژوند هغه ته بښې!

هغې ورته کړه: هغه زما وینه ده؛ هغه زما تن دی؛ هغه ما د بدن په شېدو ستر کړی؛ هغه ما په خپل تن کې ګرځولی؛ د هغه له امله ما خوب پرېیښی؛ دهغه په زېږتون ما کړاوونه ګاللې؛ نو څنګه یې د جهنم په ژب غړانده لمبو و لوروم!

شتمن له تابوت نه را و ووت؛ د مور په پښو کې ور وولېد په ژړا ژړا یې تر ې بښنه وغوښته؛ په لړزانده ژبه یې ورته کړه: مورې! ته مې د دنیا جنت یې او لمونځ مې د اخرت جنت دی؛ نور به هیڅکله هغوی ضاع نه کړم!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x