شعـــــرونه

غزل/ احمد بريالی

 احمد بريالی

مکتب دژوندانه دی هره ورځ يې امتحان
څوک خپله برخه اخلي پکي ګټه ونقصان

ددلوي په څېراوړي ورځ ډکي و خالي
فاعل په خبرنه وي ترهغوپه سودوزيان

وېشنه دبرخليک وي دچانه وي په اختيار
څوک خاندي خوشحالېږي څوک اوسېږي په ګريان

شمال ددورانونو ښوروي لاس د برخليک
څوک وولي له زمينه چاته لاس ورکړي اسمان

خلاصون دهيچانه وي انتظار دنن صبا
ياخپله کي راګيراويابه غوږ وي په داستان

ترپله دزمانې لاندي ژوندون دی پر خطر
وچاته شکايت کړو چي تاثير نکړي زبان

پرسيوري دګيلګي اوسېږي هريو نګهبان
بس خپله برخه ګوري پربل چاوي بدګمان

پرسر د بريالي سي دحالاتو دومره بوج
چي ليري سي له خلقه په ګوښه کي بنديوان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
TAJMOHAMMAD ATAL

استاد فضل ولی ناګار څخ زیاته مننه کوم چی مونږ ته یی ښکلی غزل وړاندی کړ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x