نظــر

پهلوان زنده خوش است! -عتیقزی

زموږ په سیمه کښې د قاقاګي په نامه یو لاپه ویشتونکی وه چې په لاره به هم ډېر عیارانه روان وه، په ډېرو خلکو به یې ری نه واهه او د کلي هلکان خو یې لا بیخي په نظر نه ورتلل.  له هر چا سره به یې د پهلوانۍ ډغرې وهلې خو هېڅ چا لا په عملي ډګر کښې نه وه لیدلی چې دی رښتیا هم همدومره تورزن دی لکه دا څومره چې یې پورته ولي اوکنه.

یوه ورځ د کلي کوم شوخ هلک ورته په مغزي درد شو، قاقاګی یې پورته کړ او په ځمکه یې وویشت، له ده هم داسې غږ وخوت لکه لمده خټه چې په ځمکه وولې او خړپ غږ ترې پورته شي. د قاقاګي ورور د یرغال په نمت رامنډه کړه څو د خپل ورور په سینه ناست ناست هلک سره پنجه نرمه کړي، خو قاقاګي ورنارې کړې: لالا! غرض مه پرې کوه ما له لاندې خراب کړی…! خوټولو لیدل چې د قاقاګي له بیوسۍ اوښتې سره څېره په ډیره معصومانه توګه له خپل زورور حریف څخه د خپلو تړلو اندامونو د خلاصون  مرموزه هیله کوي.
زموږ  د تش په نامه اسلامي تنظیمونو او جمعیتونو، د تېر جهاد مشرانو او قومندانانو هم همدغه حال دی. دوی یوازې دېته خوشاله دي چې موږ له روسانو سره جهاد وکړ خو دا هم معلومه نده چې دوی په هغه وخت کښې په رښتیا هم د جهاد په ګرم سنګر کښې بوخت وه او که په نورو فسادي کارونو؟ له جهاد څخه ددوی موخه څه وه؟ او دوی غوښتل څه لاسته راوړي؟ آیا په رښتیا سره اسلامي نظام او که خپلې شخصي، تنظیمي، سمتي، او نژادي ګټې؟  اوسني تش په نامه اسلامي تنظیمونه او حرکتونه هم یوازې په همدې ځان خلاصوي چې ګواکې موږ جهاد اکبر کوو، سنګرونه له غرونو هوارې ته راښکته شوي دي، او هغوی چې عملا اوس په جهاد بوخت دي هسې وخت، ځان او مال ضایع کوي او حتی دا چې د هغوی روان جهاد ته العیاذ بالله د فساد په سترګه ګوري او له هغوی سره کینه او عداوت کول ددوی کار او روزګار ګرځېدلی دی. اسلامي امت ته نن د بل هر وخت په پرتله ډیر زیات ګواښونه او خطرونه مخ دي او په تېره بیا د افغانستان مسلمان اولس ته چې دا پنځه دیرش کاله کله له کفارو سره او کله هم د شر او فساد او اربکیانو له شیطانانو سره په جهاد بوخت دی.  او اوس چې کوم نوي سیکولر نظام سر راپورته کړی دی دا تر بل هر کفري چپاو او یرغل څخه خطرناک دی او پایلې یې ددې پر ځای چې ۵۰ کاله وروسته وګورو په مصر، ترکیې، تونس، لبنان، الجزایر او همداسې نورو ډیرو اسلامي هیوادونو کښې همدا اوس  لیدلای شو.  نوی غربي سیستم چې د هرې شخړې حل په مادیت کښې ویني غواړي د افغانستان او اسلامي نړۍ ځوان نسل داسې تربیه او روزي چې اسلام ته یوازې د یوه عاد ي مذهب او دین ګومان وکړي لکه د بودیزم  چې سراوکار یې یوازې تر خپلو صومعو دی او که چیرې د چا دعاء یا نور عبادت په کار وي نو ورځي او له یوې یوګا وروسته یې هر څه پای مومي. همدارنګه د نړۍ نور باطل ادیان او مذاهب په همدې مقیاس حساب کړۍ چې له اسلام سره یې پرتله کول ډیر بېهوده او غیرمنطقي کار دی.
هغه محض په نامه اسلامي تنظیمونه چې شعار او عمل یې یوازې تر وعظ او نصیحت پورې محدود دی په حقیقت کښې غربي پلانونو ته لاره هواروي او په  غیر مستقیمه توګه سیکولر نظامونو ته مشروعیت ورکوي. ددوی حضور ملت او نړیوالو ته ډیره ښه بهانه ده. که چیرې دوی خپله مقاطعه اعلان کړي نو ملت به وپوهیږي چې د سره  او شنه ترمنځه توپیر نشته او ټول له یوې چینې خړوبیږي او ټول یو بلاک او یو قطب دی. لدې سره سره، اوس چې په افغانستان کښې د دریمې دورې لپاره ټولټاکنې روانې دي ځینې نوماندان هم ځانونه مجاهدین تراشي او غواړي لدې لارې  دمسلمان او مجاهد اولس په سترګو کښې یو ځل بیا خاورې وشیندي. دوی ددې اعلاناتو په کولو سره چې ګواکې مجاهدینو ته رایه ورکړۍ څو اسلامي نظام قایم شي، د اوبو پر مخ د کرښو کاږل دي.
استاد سیاف د تېر جهاد د اتحاد اسلامي افغانستان جهادي ډلې مشر پاتې شوی چې  د جهادي کارنامو تر څنګه د بشر د حقوقو د نړیوال سازمان له لوري د بشري حقوقو په نقض او پایمال کولو هم تورن دی. دده ډلې د افغانستان په کورنیو جنګونو کښې لوی لاس لاره او له مهمو طرفونو څخه ګڼل کېدله. استاد سیاف او امثالهم جهادي مشران، ډلې او افراد چې په دغه حکومت کښې بخۍ شوي دي د اسلامي نظام د داعیې د ناکامېدو په خاطر یوه بهترینه پروژه ده. ځکه په دغه نظام کښې چې زور او زر له پردیو سره دی، او دوی یې د ځمکو په غصب، د مخدره توکو په قاچاق او ترافیک، او داسې نورو جنایاتو مشغول کړي دي د اسلامي نظام د قیام مشغولا هسې حماقت دی. د استاد سیاف نوماند کېدل او په هغه باندې جهادي افکار غلي کول او د جمعیت اصلاح چوپه خوله پاتې کېدل او د ټاکنو په اړوند د هغوی مبهم دریځ له یو سازش پرته بل څه ندی.
استاد سیاف د پنجشنبې په ورځ د خپل ټاکنیز مانور په ترڅ کښې چې د لویې جرګې په تالار کښې جوړ شوی وه وویل: په دریو یا څلورو میاشتو کښې به په ټول افغانستان کښې  امنیت راولم او امنیت  زما له کاري لومړیتوبونو څخه دی. استاد په داسې حال کښې دا خبرې کوي چې څه موده مخکې یې د مسعود د مرګ په یادغونډه کښې طالبانو ته چیلنج ورکړ، طالبان یې د لفظي حملو لاندې ونیول او هغوی ته یې د پردیو د استخباراتو د غړو خطاب وکړ. امنیت له سولې سره تړلی دی او ښاغلی استاد سیاف له طالبانو سره د سولې په اړه کومه ښکاره اجنډا نلري. دا خبره دده پخواني جهادي معاون ښاغلي انجینر احمدشاه احمدزي له نن ټکي آسیا سره په مرکه کښې یاده کړه چې استاد سیاف له طالبانو سره سوله نه کوي او نه یې په ذهن کښې شته. د استاد سیاف ضد او نقیض خبرې، مخکې له نوماند کېدو او وروسته  له نوماند کېدو دده او ددوی د ډلې او تنظیم اپورتونیستي خاصیتونه په ګوته کوي. په داسې حال کې چې له طالبانو سره سوله کول هسې یوه ډرامه ده  نوآیا ډېره عجیبه نده چې استاد له کوم هوایي او ځمکني ځواک څخه په استفادې په دریو یا څلورو میاشتو کښې امنیت تامینوي؟ له دې معلومیږي چې دا هسې یو خیال او خوب دی او بس. د ښاغلي استاد لپاره به تر نوماند کېدو او د ولسمشرۍ د خوبونو تر لیدو دا ډېره غوره وي چې خپل وراره آغا صاحب قومندان مونتاز (ممتاز) د ځمکو له غصب، د پردیو د حق له خوړلو، مډرن او دموکراتیک چور او چپاول څخه راوګرځوي چې دا د اسلام او مسلمانانو لپاره ډېر لوی خدمت دی.
په اخر کښې زه افغان مسلمان او مجاهد ملت ته دا وایم چې اسلامي نظام په دې حلوایي او شوروایي شخصیتونو او تنظیمونو نه قایمیږي.  دا هسې د عامه اذهانو د اختطاف یوه وسیله ده چې له غربیانو سره کوردینه شوې او د اسلامي نظام پاتې برخه هم پرې نړوي او هغه دعوه چې لا لږ لږ په افکارو او اذهانو کښې پاتې ده او له خولو څخه راوځي، چوپوي یې او مړه کوي یې. په افغانستان کښې اسلامي حزبونه او جمعیتونه یوازې په همدې بسنه کوي او کړې یې ده چې ددوی دعوتي پروګرامونه څوک له چیلنج سره نه مخ کوي، سپینې خولۍ یې له سره نه ایسته کوي، پایڅې نه پرې ښکته کوي، له جوماته یې نه راګرځوي او نه یې بیا د اخواني او ارتجاع سیاه په نامه بندیانوي او وژني. خو همدا ورځ هم لرې نده چې د مصر د محمد مرسي په څېر یې د تورو تمبو شا ته واچوي او دا ورپاتې  تش نوم یې هم له صحنې ورک کړي.

اُمت کالم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x