افغانستان

سیګار: امریکا په افغانستان کې ډیري پیسې ضایع کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۶ل): د امریکايي مرستو او لګښتونو د څار ادارې مشر جان سوپکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې ډیرې پیسې ضایع کړې.
نوموړي ویلي چې د افغان ځواکونو له لپاره رانیول شوي تر نیمی زیات پټرول تر اصل ځایه رسیدو مخکې پر بله لار مصرف شوي.

او زیاته کړې چې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن پر دغه ستونزې له ډېره وخته کار کوي.

نوموړي د واشنګټن جورنال ادارې په یوه فورم کې ژورنالیستانو ته خبرې کولې او وې ویل چې د افغانستان په پوځ او پولیسو کې تر حد زیات فساد دی، مونږ چې څومره مصارف هلته کوو، کله هم د ټیټې کچې عسکرو او پولیسو ته نه رسیږي.

نوموړي همداراز ویلي چې ډیرې داسي پيښې یې ثبت کړې چې پټرول په بازار کې او یا هم پر طالبانو خرڅ شوي وي، همداسي داسي پيښې ثبت شوي چې د امریکا له لوري عسکرو ته ورکړل شوي وسلې او مهمات د طالبانو او نورو ډلو پر جنګیالیو خرڅي شوي وي چې دا خورا لویه ستونزه ده.

سوپکو همداراز ویلي چې د خیالي پولیسو او عسکرو تر څنګ په افغانستان کې اوس هم ډېر خیالي کلینکونه او مکتبونه وجود لري د کوم مصارف چې د امریکا له لوري ورکول کیږي.

باید وویل شي چې د ګډحکومت چارواکې تل د فساد پر وړاندي د مبارزې خبره کوي خو د کتونکو په نظر جګپوړي چارواکي په پراخه کچه په خپله په فساد کې ښکېل دي چې له امله یې دغه ستونزه د لوړه څخه لاندي چارواکو ته هم سرایت کړی او د ګډحکومت سیاسي نظم او ظبط کمزوری شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

په پښتوکی متل دۍ وایی لکه غرهغسی کربوړۍ،امریکایان داپیسی دڅشی دپاره مصرفوی ،دپردی ملک دقبضی دپاره دوی غواړی چه دافغانستان دقبضی دپاره مخلص اوپاک افغانان ددوی دپاره کاروکی هیڅکله نه هغه به هم دغسی نجس اوغله وی لکه دوی چه دی،چه زرچنده نوری خرڅی کی بل آخربه ضلیله اوبی آبروله دی ملکه وزی لکه روسیان،لکه چه دوی له ویتنامه ووتل ،که عقل لری بایدژرترژره افغانستان افغانانوته خوشی کی ،هیڅ افغان ددوی دین ،کلتور اواشغال نقبلوی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

الحاج استاذ بیانزی

امریکا دا ډالری زمونږ هیواد کی د ګوتو په شمار د خپلو غلامانو د معنویاتو د لوټولو د پاره خرڅوی او بیا د هغو غلامانو به واسطه زمونږ د مظلوم اولس مادیات او معنویات لوټولو ی . که تاسی په اروپا او امریکا کی وګوری د یو پول یا یوی پینی حساب کتاب درسره کیږی حتی څو لسیزی هم که ورته معلومه شی چه چا څه په چل او یا سهوه کی خپل کړی د لسو او شلو کالو جریمه او سود سره تری هغه تری تر لاسه او د ټول عمر شهرت او کریدت یی ورخرابوی هغه کس په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x