
ولسمشره ! دانګلستان پر ځای د ننګرهار د پېښي غندنه وکړه !
فاضل افغان عفی عنه
حامدا و مصليا ..
له بده مرغه تر اوسه هم دهيواد په هر کونج کي ظالمانه او له قساوت نه ډکي پېښي ترسره کيږي خو زموږ اولسمشر دفاع وزارت او نور لوړ پوړي چارواکي ډبره باندي کښيږدي او په وړاندي يې هيڅ قولي يا فعلي غبرګون نه ښيي.
خو افسوس چي د پرديو په غم بيا غمجن وي او له نړي سره سم بيا دهغو سره خپله په نامه خواخوږي شريکوي، تيره ورځ دبرتانيې په علاقه کي دحملې په اړه دنړيوالو غبرګونونو سره زموږ رئيس جمهور هم خپل قولي غبرګون تر سره کړ ، او دبرتانيې پېښه يې ستره فاجعه او تروريستي حمله وبلله .
په ورته وخت دجلال اباد په پټي ګوټ کي دهوايي درنې ړندې بمباری په پای کي څو تنه مظلوم اولسي وګړي چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي شهيدان شول ، د يوې کورنۍ دشهيدانو دسرپرست له سړو اسويليو ډک او از او خبري ټول اولس واورېدې ، خو افسوس پردې چي زموږ بې ننګه واکدارانو ددې فاجعې په اړه هيڅ عکس العمل ونښود ، او نه يې حتي يادونه وکړه .
دا لومړي ځل نه دی چي په هيواد او ټوله اسلامي نړۍ کي ورته خونړي او ظالمانه پېښي ترسره شوي خو چا يې پوښتنه نه ده کړې ، او نه چا له غم ځپلو سره خپله خواخوږي شريکه کړېده ، بلکي دحقيقت موندني پلاوي په نوم به يې داولس په سترګو کي نوري خاوري هم واچولې.
په فلسطين، شام، عراق وغيره کي چي دانسانيت او اسلاميت خلاف کوم شوم اعمال دهغه ځايو واکدارانو او ورسره ملاتړو تر سره کړې عقل يې ادراک نشي کولای او نه يې ژبه دويلو توان لري، خو په اصطلاح دبشري حقوقو مدافعينو يې هيڅ مخالفت ونښود، نه يې دهغه په ضد کوم غبرګون تر سره کړ او نه يې حتی په تشو لافو وغندل ، بلکي ډېر ځله يې پر ځای اقدام او د تروريست په ضد هلي ځلي بولي .
دشپيتو کالو زيات غم او جنګ ځپلي فلسطين کي اسرائيلو چي کوم ناوړه او وحشيانه اعمال انجام کړي نو نه مو په اصطلاح ازادو رسنيو کي دهغوئ په وړاندي عمل ليدلی،نه مو له خپلو تش په نامه مشرانو کوم ځوابي کړني تر سترګو شوي حتی چي غندلو يې لا هم ژبه نه ده ستړې کړې.
که دوئ سوله ، امن او ثبات دهمدې لاري راوستل غواړي نو دا خو بالکل ناشوني او محال دی ، او که يې دنورو اغراضو لپاره تر سره کوي نو بيا خو دملت او اولس ليوان دي پر مسلمان او خپلواک اولس هيڅ دزعامت حق او لياقت نلري .
که دوئ په دې ناروا او دروغجن سياست سره دهيواد او نوري نړۍ دسوکاله کولو اميد لري نو دا په ځګ پوري لاس نيول او خپل ځان تېر ايستل دي، په درواغو او په تشو عنوانو کله هم څوک هدف ته نه دی رسېدلی ، زموږ دستر لارښود صلی الله تعالی عليه وآله وسلم هدايت دی : « الصدق ينجي والکذب يهلک » ، رښتيا سړي ته نجات ورکوي او درواغ ويل سړي هلاکوي ، نو دوئ په دې ډول خپل ځان دهلاکت کندي ته غورځوي نو اولس ته به څنګه نجات ورکړي .
که دپردي وحشيانو پر ظلمونو او وحشتو په پرده اچولو کي دوئ خپله بقا ويني نو دا هم بې ځايه وسوسه ده، ځکه پردي دی دځان نه بولي، که دی دهغه لپاره هر څومره قرباني ورکړي ، تر اسلامي او افغاني ارزښتونو ورته تير سي، دهغه ددوستۍ پاللو په خاطر اسلامي احکام تر پښو لاندي کړي، دخپل اولس غاړه ددوئ وچاړې ته سمه کړي، خو پردی ورته دپردي په سترګه ګوري او له خپلي مرموزي استفادې وروسته به يې بيرته له خپل عمل سره تنها خوشی کړي او داني برئ منکم په ويلو سره به ځان دهمېش لپاره ترې خلاص کړي .
اوس خبره او دحل لاره يوازي اولس ته متوجه ده ، اولسه ! ته بايد ظالم او مظلوم ښه سره وپيژني ، دوست او دښمن ځان ته معلوم کړي، او دالله جل جلاله واحکامو ته کاملا غاړه کيږدي او له خپلو تيرو اعمالو څخه په کلکه دنصوحا توبه وباسي ، انشآءالله الرحمن نور به له ظالمانو خلاص او دارام ساه به واخلو ، او دلوی رب اراده وه دا زموږ د ۱۶ کلني لانجې اصلي او اساسي دحل لاره ده ، که دلوی الله جل جلاله اراده وه نو هيواد به يو وار بيا په اسلامي او ازاد نظام بدل شي ، اسلامي احکام به تطبيق او هر راز کفر فسق او بدعات به انشآءالله له بيخه ووزي ، هر ظالم به دعدالت منګولو ته وسپارل شي، او هر مظلوم ته به خپل
حق په ښه ډول ورکړی شي ، وما ذالک علی الله بعزيز .
وصلی الله تعالی عليه وآله وسلم
تاريخ تحرير : الثلاثاء، 27 شعبان، 1438
لمړی : ولسمشر هغه ته ویل کیږی چه د ولس له خوا مشر شوی ، او غنی لکه د کرزی په شان د یهودانو په سره ډولی کی له بهره د ماسونیستی عیسوی سره راوستل شوی او د هغوی په واسطه تش په نامه اچیر او غلام په زور ریس وټاکل شو ، زه نه پوهیږم چه خلک ولی د انسان او خره توپیر نه شی کولای . دوهم : غنی د کرزی به شان د داسی چا غلامی کی اخته شوی چه د غلامی سره سم یی ورله معنویات لوټ کړی په همدی معنویاتو لوټولو یی دایمی یرغمل نیولی… نور لوستل »
محترمه وروره شه مضمون دی .الله دی پر قلم برکت کره خو یوی غلطی ته دی پام کوم چی ان شاء الله داسی پاید ولیکل شی ځکه چی انشاء الله ډیره غلطه معنی ورکوی . په مننی
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترم ورور اجمل او اسد ته دزړه له کومي نبوي تحفه وړاندي او مننه ترې کوم .
محترم اسد الله جل جلاله دي بې حسابه اجرونه درکړي چي موږ دي دغلطي ته متوجه کړو ، يقينا ډېر داسي غلطياني سته چي د هيچا حتی دطالب او ملا هم ورته پام نه وي او نظر يې ترې اوښتی وي ، نو نور هم بايد په دې غلطي پوه کړو ، او ستا دخبري په تائيد مي دعرب علماؤ ديوه سائل په جواب کي ليکل سوي ليکنه هم ولوستله ، او نور مي اطمئنان پيداکړ .