شعـــــرونه

نظم/ سعادت کليوال

سعادت کليوال

تک تور ګړنګ سړه سیلۍ چلیږي
اوبو هم ډیر مستانه شور جوړ کړی

د ګران اشنا سره په خوا کې ناست یم
غلی تر څنګه مو چنار غږیږي

د رڼا څرک نشته کاروان غلی ده
اشنا هم ستړی،زه هم ستړی یمه

بارانه څاڅکي دې قرار وروه
یو بې پناه ځای ته راغلی یمه

سپوږمۍ ویده ده دنیا خوب زنګوي
مخ یې پټ کړی د تیارو په حجاب

چنار ویل راته ویده شه کنه
ستا نازولی اشنا خوب زنګوي

راشه په څنګ کې مې ویده شه اشنا
زه هم دمه یم د کمر غیږې ته

دا تور ګړنګ راته پهره ولاړ دی
شپه به مو یوسي د سحر غیږې ته

شوخې اوبه دي که پیریان غږیږي
هیڅ ستړې کیږي نه زمونږه په شان

خدایه دا شپه څومره زر تیره شوله
زما خو غوږونو کې اذان غږیږي

خو…..

اشنا خو نشته چه دا چیرته تللی
څه شوه لږ مخکې د رنګونو دنیا

چه سعادت یې یک تنها پریښودم
څه بیوفا ده د خوبونو دنیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x