دیني، سیرت او تاریخ

نیکټایي لومړی چا استعمال کړه؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر
اکثره په دې آند دي چي نیکټایي په ۱۷ پیړۍ کي، کله چي په فرانسه کي ۳۰ کاله جګړه روانه وه، پاچا لوئس ۱۳ چي کله د کرویشیایي اجیران مزدوران کړل، دهغو یو رخت په غاړه، چي دا ددوی د یونیفارم یوه برخه وه، کله چي پاچا دا ټوکر چي پر غاړه را تاو وو ولیدی خوند یې ورکړ او لیوالتیا یې ورسره پیدا سوه، له همدې کبله دغه پر غاړه راتاو سوی ټوکر په شاهي غونډو کي اجباري سو، پاچا لوئس ودغې ټوټې ټوکر ته د لاکاواټ La Cravate نوم ورکړ، چي په فرانسوي ژبه کي د (غوټه کولو او تړلو) په معنا سره دی، چي په انګلیسي ژبه کي ورته نیکټایي (Necktie) وايي، بیا د نیکټایي شکل او بڼه په تدریجي ډول سره بدلون ومومئ، چي په دې ۲۰۰ کاله کي یې هر څه بدل سول.

دا یوه کوټلې خبره ده چي نیکټایي دلومړي ځل لپاره غیر مسلمانانو دود کړه او په دوی پوري اړه لري.

د نیکټایي تدریجي بدلون:

د نیکټایې په هکله پوره مستند تاریخي شواهد نسته چي کله پیل سوه، ځیني په دې آند دي چي آن رومیانو استعمالول،خو اوس خبره داده چي د نیکټایي په تړلو سره ضرور صلیب جوړیږي لکه په لاندي عکسونو کي:

 


ولي صلیبي واکمنان سور رنګه نیکټایي استعمالوي؟

داچي دوی عیسویان دي او دا یې عقیده چی حضرت عیسی علیه السلام نعوذبالله موږ صلیب کړ، میخونه مو پر ټک وهل، وینه یې زموږ لپاره توی کړل نو ځکه ټول صلیبي واکمنان هغه سور رنګ استعمالوی لکه د امریکا د متحده ایالاتو جمهورئسان هر یو لکه ټرمپ، اوباما،کلینټن، بوش دهغه پلار جورج بوش، ریګن، جیمی کارتر او نور…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x