افغانستان

د یو وکیل زوی د ښوونځي له مړې زده کوونکې سره بېهوښ وموندل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي په نهمه امنیتي حوزه کې يې د یوې نجلۍ جسد او ورسره بېهوښه ځوان موندلی دی.

د کابل امنیه قومنداڼۍ وياند بصیر مجاهد وايي، چې پېښه د نهمې امنیتي حوزې اړوند د څلورم مکرویان نهم بلاک ته څېرمه یو کانتنیر کې شوې ده.

د هغه په خبره ځوان د ولسي جرګې د غړي زلمي زابلي زوی او اتلس کلنه پېغله د یو ښوونځي زده کوونکې وه.

تر اوسه د پېښې نوعیت نه دی معلوم، خو د عيني شاهدانو په وینا ځوان د کوما په حالت کې او نجلۍ مړه وه، چې د دواړو جسدنو بې جامو کانتینر نه راوویستل شول.

بصیر مجاهد وايي دا دواړه څو ورځې وړاندې له خپلو کورنو ورک شوي و، چې له پلټنې وروسته يې دلته وموندل.

هغه وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

کابل ښار کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي، چې علت يې پرېمانه نشه ګڼل کېږي.

تېر کال په ولسي جرګه کې هم د شرابو پر ډېرو وارداتو نیوکې وشوې، خو لا يې هم مخه نه ده نیول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x