افغانستان

ننګرهار: دولتي ځواکونه له طالبانو څخه د داعش جنګیالي ژغوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۶ل): په ننګرهار ولایت کې دولتي ځواکونو یو ځل بیا د هغو طالبانو په خلاف ځمکني او هوايي عملیات کړي چې د داعش په خلاف جنګیږي.

تېره ورځ د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې طالبانو د داعش په مرکزونو بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې يې له پنځو کلیو څخه داعش جنګیالي وشړل.

خو د سیمې اوسیدونکو په وینا له پېښې وروسته د ملي اردو او ځانګړو ځواکونو پلي او هوايي قوه سیمې ته راورسېده او په طالبانو یې ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل، چې له کبله داعش جنګیالیو د ارامۍ ساه واخیسته او د طالبانو په لاس له مزیدې ماتې څخه وژغورل شول.

د راپورونو په اساس لا هم په سیمه کې د دولت زغره وال ټانګونه او هوايي ځواک د طالبانو په خلاف په عملیاتو بوخت دي ترڅو داعش جنګیاليو ته د پرمختګ لار هواره کړي او یو ځل بیا یې په خپلو پخوانیو مرکزونو حاکم کړي.

راپورونه زیاتوي چې د دولتي ځواکونو له عملیاتو سره جوخت داعش جنګیالیو هم په طالبانو بریدونه پیل کړي او دا مهال طالبان په سیمه کې له داعش او دولتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي.

د یو بل خبر له مخې نن ورځ طالبانو د همدې ولایت په اچین ولسوالۍ کې هم د داعش په خلاف عملیات پيل کړي، خو د دولتي ځواکونو نظامي الوتکې سیمې ته رارسېدلي او دا مهال په هغو طالبانو درنه بمباري روانه ده کومو چې د داعش د ځپلو په موخه جګړه پیل کړې.

په دواړو پیښو کې تر اوسه د تلفاتو جزئیات نه دي تر ګوتو شوي.

هېره دې نه وي چې د روانې میلادي میاشت په پيل کې د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر ویلي و چې طالبانو په چپرهار ولسوالۍ کې داعش جنګیالي کاملا محاصره کړي وو خو په وینا یې، د جلال اباد له هوايي ډګر څخه سیمې ته یوه قطعه ورسېده، په طالبانو یې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل او داعش ته یې د تېښتې لار پرانیسته.

تر دې وړاندې طالبانو هم په ننګرهار ولایت کې د ورته چلند خبر ورکړی و او ویلي یې و چې د داعش پر وړاندي د جګړې پر مهال د امریکایي الوتکو له لوري پر دوی سخته بمباري کېدله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx