
د روژې په اړه د ۱۳ ډاکټرانو طبي ویناوي
لیکنه : احمدجنید مبارز
ساینس او ننني طب روژه د انسان لپاره ډیره اړینه نسخه او دوا بولي او مریضانو ته یې توصیه کوي .
طبي ویناوي :
۱_ د روژې د نيولو له کبله ذهني پريشاني ختميږي، په انسان کي جذبه راولي او انسان د بديو او ناوړه کارونو څخه منع کيږي . ډاکټرمايکل.
۲_ د روژې له کبله د انسان ظاهري او باطني غلظات لیري کيږي او روژه په انسان کي جسماني او روحي استفرار راولي. ډاکټر جوز فروژه .
۳_ روژه د روحي ناروغيو تداوي ده او دانسان روح پاکوي. ډاکټر سيمويل الګزانډر.
۴_ د روژې له کبله ډېر شمېر جسمي ناروغۍ کميږي او په خاصه توګه بيا جسمي او عصبي ناروغۍ. ډاکټر ايم کلايو.
۵_ روژه انسان د ناروغیو او ګناهونو څخه ساتي، د انسان سوچ او فکر د خرابېدو څخه ساتي. ډاکټر سي فرانډ.
۶_ د جذباتي او مجردو انسانانو لپاره روژه ډيره مفيده ده، د روژې له کبله د انسان فکر او خيالات سميږي او د شيطان د وسوسو څخه په امن کي پاتي کيږي. ډاکټر برام جي هنري.
۷_ روژه د روح غذاده. ډاکټر جيکب
۸_ روژه زړه ته سکون او اطمينان وربخښي، د روژې له کبله د انسان زغم او تحمل زياتيږي او روژه په انسان کي د سختۍ تيرولو او زغملو عادت پيداکوي. ډاکټر هنري ايډورډدولږی .
۹_ بهترين صورت هغه دی کوم چي مسلمانان يې د روژې په نوم يادوي، ډاکټران چه په کومه طريقه لوږه يا پرهيز تجويزوي هغه غلط دی. ډاکټرايمرسن.
۱۰_ د سکون او اطمنان لپاره روژه بهترينه وسيله ده. ډاکټر يمرټپه .
۱۱_ هره اوونۍ کي روژه نيول د صحت لپاره خورا ګټه لري، د روژې په وسيله د انسان جسم د ناروغيو څخه بچ پاته کيږي. ډاکټر ايډورډ نکلسن .
۱۲_ په هره مياشت کي يوه يا دوې روژې نيول انسان د ډيرو ناروغيو څخه ساتي او د صحت لپاره ډېره ګټه لري. ډاکټر ډي جيکب .
۱۳_ کله کله روژه ډېر ښه اثرات لري او د روژې په واسطه يو شمېر ګټي تر لاسه کيدای سي، لیکن د روژې نيولو او خوړلو پر وخت د ډېر خوراک څخه ډډه کول پکار دي.
کوم انسان چي د نفس او روح پاکوالي ته اړتيا ولري د هغه لپاره مسلسلي روژې نيول پکاردي.
زه په دې اړه خپلو مسيحي وړونو ته لار ښوونه کوم چي هفوی دي په دې برخه کي د مسلمانانو تقليد وکړي چي د مسلمانانو د روژې طريقه بهترينه طريقه ده. ډاکټر فرينکلن .