افغانستان

امریکا په یوه میاشت کې پر افغانستان ۴۶۰ بمونه اچولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۶ل): د اپرېل په میاشت کې د امریکا هوايي ځواکونو پر افغانستان ۴۶۰ بمونه او میزالونه وار کړي چې د مارچ میاشتې دوه چنده او د تېر کال ۲۰۱۶ د همدې اپرېل میاشتې اوه چنده بلل کیږي.

وروستی شمېرنو ښودلې چې د امریکايي الوتکو دغه ډول درنه بمباري د ۲۰۱۲ کال راهیسي ساری نه لري.

باید وویل شي چې امریکايي ځواکونو تېره میاشت د «بمونو مور » هم وکاروله چې په زرګونو کیلو ګرامه وزن لري او د اتوم بم وروسته تر ټولو ستر بم دی، او ویلي وه چې د داعش مرکزونه یې په نښه کړي دي خو تر اوسه هم مالومه نه ده چې هلته څو داعشیان ووژل شول او یا څه پرمختګ وشو.

باید وویل شي چې اوس مهال امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ عسکر لري چې د ناټو د عسکرو په شمول یې شمېر ۱۳۰۰۰ زره ته رسیږي، خو د امریکايي جنرالانو په وینا یو څو نورو زرو ته بیا هم اړتیا شته چې په اړه یې تر اوسه لا ولسمشر ټرمپ پرېکړه نه ده کړې.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې داسي راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې هغه طالبان هدف ګرځول کیږي چې د داعش پر ضد په ننګرهار کې د پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مور بم د کارولو وروسته پر امریکايي او افغان ځواکونو تور پوري کړی وو چې د داعش سره د جګړې پر مهال یې ددوی پوستې او جنګیالي په نښه کول خو مقابل اړخ ته یې هیڅ هم نه کول. په دې وروستیو کې هم راپورونه نشر شوي چې د داعش د نفوذ د پراختیا په موخه بهرني او افغان ځواکونه هغه سیمې په نښه کوي چې تازه طالبانو د داعش څخه په ننګرهار کې نیولي دي.

باید وویل شي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او دفاعي استخباراتو له لوري په یوه خبرپاڼه کې ورته دعوه شوې او ویل شوي چې امریکا په افغانستان کې د داعش ځواکونو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x