نړۍ

نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره افغانستان ته د عسکرو پر لیږلو دوه تقسیمه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ورځپاڼي د راپور سره سم د ولسمشر ټرمپ اداره افغانستان ته د اضافي عسکرو پر لیږلو دوه تقسیمه شوې او تر اوسه لا دا پرېکړه نه ده شوې چې څومره عسکر به لیږل کیږي.

ټرمپ چې د سعودي، اسرائیل او فاتیکان له سفر وروسته سبا د پنجشنبې په ورځ د ناټو په غونډه کې ګډون کوي، غواړي چې لومړی د اروپايي هیوادونو نظر او د افغانستان په جګړه کې د هغوی ونډه واروزي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د راپور سره سم د ټرمپ نوې اداره پر دوه تقسیمه ده چې په هغه کې د ټرمپ له لوري ستایل شوي او پر لوړو چوکیو ګمارل شوي پوځي جنرال د اضافي عسکرو لېږل ګټور بولي خو بل لوري ته ډیری سیاسي چارواکي چې د ټرمپ سره په انتخاباتو کې درېدلي دي، د اضافي پوځونو پر لېږلو باندي یوه سلا نه دي.

په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر مېشت دي چې په هغو کې ۸۴۰۰ یې امریکايي عسکر دي، اوس مهال امریکا په افغانستان کې هره میاشت ۳.۱ ملیارده ډالر مصرف لري، خو ټرمپ غواړي چې ناټو کې شریک هیوادونه هم باید خپل مصارف او د پوځ شمېر زیات کړي ددې تر مخه چې دی د نورو پوځیانو د لیږلو پرېکړه وکړي.

د نیویارک ټایمز په وینا ټرمپ خپلو جنرالانو ته د اوباما د وروستیو کلونو په نسبت ډېره ازادي او مخه ورکړې چې د هغه یوه نمونه د سوریه پر هوايي ډګر باندي د میزایلونو برید او همداسي په یمن کې د القاعده پر ضد لوی برید وو، خو د افغانستان په اړه ټرمپ هم د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال چوپه خوله پاته شوی او هم یې وروسته ډېر څه نه دي ویلي او حتی دده سیاسي پلویان د بهرنۍ پالیسې په لیست کې د افغانستان له یادونې څخه ډډه کوي.

د امریکا د لوی درستیز مرستیال «جنرال کین» چې اوس له خپلې دندې څخه تقاعد شوی دی، وايي ما د واک د انتقال پر وخت ټرمپ ته وویل، په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي ناکامه ده.

نوموړي وايي زه دا پوښتنې لرم: ایا نور ځواکونه به د افغانستان مسله هواره کړي؟ ایا مونږ به دا جګړه وګټو؟ ایا مونږ به د افغانستان لپاره سیاسي حل ومومو؟

او زیاته وي، دا خبره غیر معقوله هم نه ده چې مونږ باید پر افغانستان نور بحث هم وکړو، په ځانګړې ډول چې زمونږ پخوانیو پالیسیو د افغانستان جګړه تر ۱۶ کلونو پوري وغځوله.

د راپور سره سم د امریکا سیاسي مشران اوس دې قناعت ته رسیدلي چې اشرف غني نور د افغانستان لپاره وړ شخصیت نه دی، ځکه چې نوموړی تر اوسه هم نه دی توانېدلی چې د امریکا د ملیاردونو ډالره مرستې له فساده وژغوري.

په تېره یکشنبه ټرمپ د اشرف غني سره په سعودي کې ملاقات وکړ چې د سپینې ماڼۍ په وینا ټرمپ اشرف غني ته «امر» وکړ: د تروریستانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړئ او اصلاحات را منځته کړئ. نوموړي همداراز د افغان عسکرو زړورتیا وستایله، خو د نورو امریکايي ځواکونو هیڅ یادونه یې ونه کړه.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي چې د امریکا د ملي امنیت چارواکي د دفاع وزارت پنټاګون څخه پوښتنې کوي او وېره څرګندوي چې جګړه به تر نامعلوم وخته اوږده او پر مصرفه وي، نوموړي وویل چې د سپینې ماڼۍ چارواکي افغانستان ته د اضافي پوځونو تر لېږلو مخکې د ناټو هیوادونو څخه د اضافي همکارۍ غوښتنه کوي.

د راپور سره سم د امریکا په نوې اداره کې د اختلاف یوه څرګندونه دا هم کوي چې تر اوسه هم دفاع وزیر د ولسمشر ماڼۍ (سپينه ماڼۍ) ته د اضافي ځواکونو رسمي وړاندیز نه دی لیږلی. نوموړي تېره جمعه خبریالانو ته وویل: «تر اوسه چې ما څه کړي، ما افغانستان ته سفر وکړ، د اشرف غني سره مي ملاقات وکړ، په افغانستان کې د ناټو د جګپوړو چارواکو سره مې لیدنه وکړه او همداسي مي پر ځمکه د امریکايي قومندانانو سره ولیدل، خو کوم وړاندیزونه چې ما او لوی درستیز چمتو کړي، «ډېر ډېر ژر» به سپینې ماڼۍ ته ولیږل شي».

جنرال کین نیویارک ټایمز ته ویلي، اضافي پوځونه به اضافي مصرف (ملیاردونه ډالر) وغواړي، خو بیا هم د طالبانو څخه د جګړې ګټلو هیڅ تضمین نشته، څوک چې له ښارونو څخه دباندې پر ډېرو سیمو واکمن دي.

نوموړی وایی چې امریکا هغه وخت هم د طالبانو سره په مذاکراتو ناکامه شوه کله یې چې په افغانستان کې تر سل زره زیات عسکر درلودل.

د نیویارک ټایمز د راپور سره سم اوباما هم د خپل ولسمشرۍ په لومړیو کلونو کې د جنرالانو خبره ومنله او خپل سیاسي ملاتړي يې خوابدي کړه، ځکه هغوی ویل چې جنرالان هسي په پوځ کې د خپل نفوذ لپاره د افغانستان جګړه توندوي او اضافي عسکر غواړي خو په وروستیو کې اوباما هم د پوځي جنرالانو خبرې یو مخ نه منلې.

د امریکا د هیریټیج فاونډېشن یوه مشر څېړونکي چې د انتقال پر وخت یې د ټرمپ ادارې ته مشورې هم ورکړي، نیویارک ټایمز ته وویل: ټرمپ هم د اوباما د لومړیو کلونو د چلینج سره مخ دی، که چیري افغانستان پرېږدي، دا به د امریکا لپاره یو ستراتیژیک ناورین وي. خو که د ټرمپ داخلي ضمیر او طبعیت ته وکتل شي، د افغانستان جګړه هغه نه ده چې ټرمپ یې غواړي، مګر له پورته ستراتیژیک حقیقت څخه مخ هم نه شي اړولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x