نړۍ

فلسطین: د اعتصاب کوونکو بندیانو څخه ۱۵۰ روغتون ته بېول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۶ل): د اسرائیل د بندي خانو مسؤولینو تېره ورځ ۱۵۵ بندیان وروسته تر هغه روغتون ته بېولي دي چې له تیرو ۳۸ ورځو راهیسي یې له خوراک څخه ځان نیولی دی.

د اسرائیلي ورځپاڼو په وینا دغه بندیان روغتون ته ددې لپاره انتقال شوي تر څو یې تشخیص وشي او معلومه شي چې دوا ته یې اړتیا شته او کنه، خو د تشخیص او معایناتو وروسته حال یې نه دی څرګند کړی.

باید وویل شي چې له تیرو ۳۸ روځو راهیسي د اسرائیل په زندانونو کې د سلګونو بندیانو له لوري د خوراک څخه اعتصاب شوی.

د اسرائیلي ورځپاڼو د راپور سره سم تېره اونۍ د ۱۶ بندیانو تداوي وشوه.

د فلسطین یوې خبري ویب پاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې روغتون ته په انتقال شویو بندیانو کې «مروان البرغوثي» هم شامل دی، څوک چې د حرکت فتح سیاسي ګوند مخکښ مشر دی او په کال ۲۰۰۲ کې نیول شوی دی.

ویل کیږي چې ددغه اعتصاب مشري هم نوموړی کوي.

د راپورونو سره سم د اسرائیل رسمي شمېرني ښيي چې په زندانونو کې ۶ زره او ۵۰۰ فلسطینیان ورسره بندیان دي چې په هغو کې ۵۷ ښځي او ۳۰۰ ماشومان هم شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x