fbpx
د امریکا کانګریس

د کانګریس غړي د افغانستان پر جګړې د بحث غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۶ل): د امریکا د کانګریس جمهوري او دیموکرات غړو په ګډه د افغانستان د جګړې په اړه د بحث غوښتنه کړې.

د کانګریس یوه غړي «جون ګرامنډي» تېره ورځ رسنیو ته ویلي: «کانګریس د امریکا د حکومت یو د هغو درو څانګو څخه دی چې د جګړې په اړه پرېکړه کوي، خو د افغانستان جګړه چې ۱۶ کاله یې کیږي، تر اوسه یې هم په اړه په کانګریس کې جدي بحث نه دی شوی.

نوموړی زیاتوي چې ځیني جنرالان وايي د افغانستان جګړه به تر پیړیو ادامه ولري، «دا سمه خبره نه ده».

نوموړی د کانګریس د یوه بل غړي «والټر جونز» په ګډون کانګریس ته یو وړاندیز استولی چې د منل کېدو یو کال وروسته به تر هغو د جګړې بودیجه نه ورکول کیږي تر څو چې د امریکا ولسمشر په رسمي ډول کانګریس ته قناعت ورکړی نه وي چې دغه جګړه د امریکا په ګټه ده.

د کانګریس د یادو دواړو غړو سره په دغه وړاندیز کې نور وکیلان هم شامل شوي چې په هغو کې «ډون یونګ»، «جون ډنکن» او «ایمانویل کلیور» شامل دي.

د امریکا د دفاع وزارت جنرالان ټینګار کوي چې افغانستان ته باید له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ اضافي عسکر ولیږل شي چې تر اوسه یې په اړه د سپينې ماڼۍ چارواکو تصمیم نه دی نیولی او ټاکل شوې چې ټرمپ به نن د پنجشنبې په ورځ د ناټو په غونډه کې د افغانستان په اړه خپله پالیسي اعلان کړي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو سره سم د اضافي ځواکونو پر سر د امریکا دفاع وزارت او سپينې ماڼۍ چارواکي یوه خوله نه دي او تر اوسه لا د اضافي ځواکونو وړاندیز په رسمي ډول سپینې ماڼۍ ته نه دی سپارل شوی. په سپینه ماڼۍ کې هم ځینو چارواکو د اضافي ځواکونو د لیږلو سره مخالفت ښودلی.

د کانګریس د یاد غړي څخه په خبري کانفرانس کې پوښتنه وشوه چې د ناټو په غونډه کې به په دې اړه څه پرېکړه وشي، نوموړي د ټرمپ په اداره کې د اختلاف خبرې ته په اشاره وویل: «داسي ښکاري چې د ټرمپ اداره خپله نه پوهیږي چې څه غواړي».

او زیاته یې کړه: «زه تاسو ته په یقین سره ویلای شم چې حتی کانګریس نه پوهیږي چې څه روان دي».

نوموړي وویل د کانګریس اکثریت غړي له کال ۲۰۰۱ څخه بدل شوي، په کوم کال چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، ځکه نو اوسني غړي هم دا حق لري چې یو ځل بیا د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې په اړه ورسره سلا و مشوره وشي او بحث وشي چې دا جګړه نوره په ادامه ارزي او کنه.

نوموړي همداراز پوښتنه وکړه چې ایا اضافي ځواکونه به څه لاسته راوړنه ولري؟

« د ۱۶ کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې هیڅ بدلون هم نه لیدل کیږي، زمونږ څومره ځواکونه کولای شي چې د امپراطوریو د هدیرې ملت ته تغییر ورکړي؟».

د خبر سرچینه

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عزيزالله عاجز
میلمه
عزيزالله عاجز

ههههههه دکانګريس غړى لكه دغارموږکان دافغانستان ميو ته ځان نه شى ټنګولاى ځکه داپنځلس کاله دکانګريس غړى هيوادو دافغانستان اسلامى امارت خلاف کانګريس داسى ناکامه عونډي ډيرى وکړى دافغانستان اسلامى امارت پرخلاف کانګريس دسخت شوى کاغه ځان ډير پورته کښته کړل داسى کومه لارکانګريس ته نه ده ورپاته چى هغه دى دافغانستان اسلامى امارت خلاف په کارنه وى اچولى ځما نظردادى چى کانګريس به دهرهيواد پرخلاف دجنګ دپاره زړه ښه کړى ماسواى له افغانستان نه داسلامى امارت له وامه به ان شاالله دافغانستان پرګاونډي يوهيوادو هم دجنګ دپاره زړه ښه نه کړى دغه ناکامه ناستى کله له اسلامى هيوادو سره… نور لوستل »