د نن سرلیکنه

طالبان د کابل په دروازو کې!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

پرون د چارشنبې په ورځ د کابل امنیه قومندان ښاغلي حسن شاه فروغ له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې طالب وسله وال د شپې مهال کابل ته څیرمه موسهي ولسولۍ، سروبي ، ده سبز او چوک ارغندۍ ته ځان را رسوي او دلته تر ځای پرځای کیدو وروسته د کابل ښار په دننه کې خپل بریدونو تر سره کوي.

نوموړي دا هم ویلي چې مونږ په موسهي ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه ډلګي برید وکړ د هغوی یو تن مو وواژه او یو مو اسیر کړ چې د هغه د اعترافاتو له مخې په یاده سیمه کې د طالبانو بیرغ او یو شمیر مهمات هم لاسته راغلي.

د ښاغلي حسن شاه فروغ له څرګندونو سره هم مهاله په کابل ښار کې پر بهرنیو او یو شمیر لوړ رتبه دولتي کسانو باندې بریدونه زیات شوي چې تازه پیښه یې د کابل ښار په دار الامان سیمه کې د نامعلومو وسلوالو لخوا د یوې المانۍ تبعه وژل او د بلې فنلنډۍ هغې یرغمل کول دي.

ښاغلی حسن شاه فروغ د کابل امنیه قومندان د مسؤل په توګه تر ټولو مهم امنیتی مسؤل دی چې د کابل تر دروازو پوري د طالبانو د را رسیدو او دلته د هغوئ د پوځي عملیاتو په تر سره کولو اندیښنه څرګندوي.

ښاغلی فروغ په داسې حال کې د کابل په دروازو کې د طالبانو د موجودیت او فعالیت خبره کوي چې له کابله بهر په لیري پرتو سیمو کې د دولتي ځواکونو په خلاف د طالبانو بریدونو زور اخیستی او تقریبا په تیره یوه میاشت کې یې دری ځلي وکړای شول په بلخ، زابل او کندهار لایتونو کې دولتي ځواکونو ته مرګوني زیانونه واړوي.

نن هم ځینو رسنیو خبر ورکړ چې طالبانو د میدان وردګو په ولایت کې د دولتي ځواکونو په خلاف د پراخو عملیاتو په پیلولو سره د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د کابل کندهار لویه لاره تړلې ده.

طالبان په داسې حال کې د کابل تر دروازو رسیږي او پر یاد ښار لویې لارې قطع کوي چې د رویټرز خبري اژانس په حواله په تیره اپریل میاشت کې امریکايي ځواکونو تر بل هر وخت د هغوئ په خلاف زیات بمونه کارولي دي.

که څه هم چې هم په واشنګټن او هم په بلجیم د ناټو په سرمشریزه کې افغانستان ته د نور بهرنيو ځواکونه پر لیږلو بحث روان دی خو د افغانستان وضعیت او دلته موجودو شرائطو ته په کتو سره دا هیله مندي نه تر سترګو کیږي چې یاد ځواکونو دي په افغانستان کې امنیت وضعیت بدل کړای شي.

نو ښه خبره دا ده چې هم واشنګټن او هم د ناټو سر مشریزه په افغانستان کې د جګړې او نا امنۍ پر عواملو غور وکړي او هغه څه درک کړي چې په دې هیواد کې د نا امنۍ لامل ګرځیدلی.

له دې پرته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتوالی د مزیدو امنیتي مشکلاتو د زیاتوالي لامل ګرځي چې مسؤلیت به یې بیا هم هغو ته راجع وي څوک چې د ستونزې په هواري کې د معقولیت او واقعیت پر ځای په نامعقولیت ټینګار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

راځۍ چه دالله پراوامروعمل وکو چه الله موله دی نجسه حکومته اوکفاروژرخلاص کی.إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ:النحل ۱۲۸معنی:بیشکه الله دهغوخلکوسره دۍ چه پرهیزګاروی،اودهغوخلکوسره چه نیکی کوونکی دی.ان ینصرکم الله فلاغالب لکم ج وان یخذالکم فمن ذاالذی ینصرکم من م بعده ط .آل عمران ۱۶۰معنی:که چیری مدد درکړی تاسوته الله پس نسته دۍ هیڅوک غالب کیدونکۍ پرتاسو،اوکه چیری هغه پریږدی تاسوپس څوک دۍ هغه چه مد د به درکړی تاسوته پس له ده نه.نودغه دۍ هرڅوک چه پرالله اوقرآن ایمان لری زموږکامیابی په پرهیز ګاری اونیکیوکی ده چه الله زموږمد د وکی هیڅ قدرت پرموږنسی کامیابه کیدای.په احترام… نور لوستل »

عزيزالله عاجز

الحمدالله چى دکابل تر دروازى خداى ج ورسول هغه کسان چى دالله ج دنصرت څخه منکرول دغلامى توريي په طالب پورى کاوه اوس به دالله ج پرنصرت باور وکړى چى د اسلامى نظام په راپرځولو کى بيا ددى تصور نه کاوى چى طالب دى بياپه افغانستان کى سر راښكاره کړى

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x