fire building

بنګله دېش: د اور لګونې په تور تورن وګړي دولت ته تسليم شوي دي

په بنګله دېش کې د جامو ګنډلو د هغې فابریکې دوو خاوندانو چې دوه کاله مخکې پکې د اور لګېدلو له امله ۱۱۲ کسان ووژل شول ځانونه حکومت ته سپارلي دي.

 

دلاور حسین او د هغه ښځه محموده اخترپه  ډاکه کې یوې محکمې ته ورغلل چې اوس په توقیف کې دي.دا روښانه شوې نه ده چې ولې دوى ځانونه تسلیم کړي دي؟که دوی تورن ثابت شي نو د عمري بندجزا ورکول کېږي.

دوه کاله مخکې د دوی د جامو ګنډلو په فابریکې کې اور یوه خونړۍ پېښه وه چې له امله يې ١١٢کسان ووژل شول.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د