
میاشت ونه لیدل شوه، روژه به په شنبه وي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۶ل): د سعودي رسنیو د سترې محکمې څخه په نقل قول اعلان وکړ چې د روژې مبارکي میاشت (سپوږمۍ) ونه لیدل شوه، د روژې میاشت رسما له شنبې ورځي څخه پيلیږي.
باید وویل شي چې سبا ورځ به د شعبان دېرشمه وي.
ددې تر مخه د سعودي محکمې امر کړی وو چې له نن ورځي څخه دي د میاشتي لیدني لپاره هڅه وشي، خو د لمر د غروب وروسته هیڅ داسي شواهد وړاندي نه شوه چې د سپوږمۍ د لیدل کیدو اثبات وکړي.
د رسنیو په قول د سعودي چارواکو او خلکو د هیواد په مختلفو برخو کې د میاشتي د لیدلو لپاره مراسم ترتیب کړي وه، خو یو ځای هم ونه لیدل شوه.
باید وویل شي چې یو شمېر نورو عربي هیوادونو هم نن د میاشتي د لیدلو لپاره ترتیبات نیولي وه خو له وړاندي لا یو شمېر فلکي علماو د میاشتي د نه لیدل کېدو وړاندوینه کړې وه.
د یادوني وړ ده چې د افغانستان خلک تل د سعودي سره روژه او اختر کوي خو په ګاونډ کې پاکستان او ایران ځانته د رویت هلال کمېټې لري چې د سپوږمۍ لیدلو لپاره ځانګړي مراسم نیسي او اکثره د سعودي څخه یوه ورځ وروسته روژه او اختر کوي.