افغانستان

یوناما: د حکمتیار د محاکمې غوښتنلیک مو ترلاسه کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبر ورکړی چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د محاکمې غوښتنلیک یې ترلاسه کړی.

د یوناما لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غوښتنلیک د پنجشنبې په ماسپښين ور رسېدلی او په کې حکمتیار ته د بشري جرمونو د سزا غوښتنه شوې. خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې لیک د چا لخوا ورکړل شوی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېر میلادي کال په وروستیو کې د یو توافق په پایله کې د بهرنیو او دولتي عسکرو په خلاف د وسلوال مقاومت له دریځ څخه لاس په سر شو او د ګډ حکومت د سولې له پروسې سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.

نوموړی چې په نویمو میلادي کلونو کې د تنظیمي جګړو یو مهم لوری و، د ولسي افغانانو په وژنو، ځورونو او د بشري حقونو په پایمالولو تورن دی او دا مهال په کابل کې اوسیږي.

که څه هم د هیواد په کچه د نوموړي د محاکمې غږ وخت په وخت پورته شوی خو دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان رسما اعلان کوي چې د حکمتیار د محاکمې غوښتنلیک یې ترلاسه کړی.

د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې ویلي چې له ګډ حکومت سره د حکمتیار د سولې د هوکړه لیک هرکلی کوي، خو ورسره جوخت یې زیاته کړې چې بشري حقونو ته پاملرنه هم «حیاتي اهمیت» لري او په وینا یې د سولې په برخه کې د بشري حقونو خوندیتوب مهم عنصر دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې د دې ادارې د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله راغلي چې د ظلمونو قربانیان باید له خپلو قضايي حقونو څخه بې برخې نه شي او زیاته کړې يې ده چې ملګري ملتونه د سولې ترڅنګ د عدالت او امنیت ملاتړ هم کوي.

د یوناما ادارې په واضحه توګه نه دي ویلي چې د حکمتیار د محاکمې د غوښتنلیک په اړه څه نظر لري، خو ویلي یې دي چې سولې او عدالت دواړو ته په یوه اهمیت قایل دي.

«ملګري ملتونه انتقالي عدالت او روغې جوړې ته د اساسي ټکو په توګه ګوري».

د انتقالي عدالت اصطلاح په هغو هیوادونو کې استعمالیږي چې له جګړې او بشري ناورین څخه د سولې مرحلې ته داخل شوي وي او کمزوري حکومتي بنسټونه یې عاملینو ته د عدالت د ورکولو جوګه نه وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د خبرپاڼې په پای کې یو ځل بیا سولې او عدالت دواړو ته په مساوي اهمیت ټینګار شوی او زیاته کړې يې ده چې «د سولې له هغه بهیر څخه ملاتړ کوي کوم چې دا زمینه برابروي ترڅو د قربانیانو غږونه واوریدل شي».

تر اوسه د حزب اسلامي د حکمتیار ښاخ د یوناما د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx