ولور ناوړه دود (زما د ژوند حقيقي کيسه)

اميدخرم

نن مې ناڅاپه د څو کلونو ورک ملګری په داسې حال کې وليد چې په وچپېلی(ټنډه) يې خولو لار کړې وه او رنګ يې هم ژيړ برېښېده وروسته له دې چې ستړي مشي مو سره وکړه ناببره مې يې د لاس کتابونو ته پام شوو د پولتخنيک پوهنتون د انجينيری پوهنځۍ د بنسټونو اړوند مضمون يې په لاس کې وه.

ډير خوښ شوم شکر مې پرې وويست چې ملګری مې په خير سره انجينر کيږی مبارکي مې ورته ورکړه او د هيواد د چوپړ لپاره مې ډير وهڅاوه څو چيپتر چې ما سره وه د هغو وعده مې هم ورته ورکړه چې ورته ډالۍ به يې کړم

خو ملګری ستړی ښکارېده او ډير ځله به په سوچونو کې داسې ډوب شوو چې ما به داسې فکر وکړ چې دا به زما هغه زوړ خندان ملګری نه وې ترې ومې پوښتل چې ناروغ خو به نه يې سوړ اوسيلی يې وويست راته کړل يې زمونږ مشران وحشيان دې او وحشت يې منځ ته راوړی د پوهنتون دريم ټولګي کې وم پلار مې کوژده راته وکړه چې په هغه وخت کې هم خوښ شوم اوهم خپه خوښ په دې شوم چې ايمان به مو کامل شي او د ناروا کړنو نه به مې مخه ونيول شي او خپه په دې شوم چې ماته د خپل کلی ناوړه رواج ښه معلوم وه چې لس کلنې کوژدنې لا واده شوې نه دي.

ځکه ميړونو يې تر اوسه ولور نه ده پوره کړی مونږ هم چې په دې ناوړه دود کې ګير يو خسر مې د لس لکو افغانيو غوښتنه کوي مونږ يې نلرو د پوهنتون د زده کړې لپاره پيسې په سختۍ سره پيدا کوم لس لکه افغانۍ خو په لسو کلونو کې نشم پيداکوی زه يې مخاطب کړم راته کړه يې ځکه خپه يم!

نه زده کړه خوند راکوي نه ژوند هغه پخوانی د درس شوق مې هم له لاسه ورکړی تر اوسه مې شل سلنه ازموينې ته هيڅ چمتوالی نه ده نيولی ډير ډير…..خپه يم!

ما چې د ملګری دا له غم ډکه کيسه واورېده ډير خواشينی شوم رښتيا هم چې ډير پښتون مېشته سيمې خصوصا وردګ,پکتيا,پکتيکا او ځينې نورې د داسې ناوړه دود ښکار دې چې ډير ځوانان او پيغلې بې واده زړې شوې او همدارنګه ځينې د ولور د لاسته راوړلو لپاره په بهر کې له منځه لاړل او لاهم دا لړۍ روانه ده چې هيڅ لوری يې د حل لپاره کار نکوي.

درنښت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د