ghazni map

غزني: د اندړو په ولسوالي کې د ماين چاودنې يوماشوم مړاو يو سخت ټپي کړ

د اندړو ولسوال محمد قاسم دېسېوال د پېښې د تايد ترڅنګ وايي چې د ټپي ماشوم حالت ډېر سخت دى.
ياد ماشومان د اندړو په ولسوالي کې په خس ټولولو مصروف و، چې پر ماين وربرابر شوي دي، دسيمې خلک وايي تېر مازيګر همدلته اربکيانو نږدې څو ساعته څار کاوه.

خلک پر دې شکمن دي، چې ښايي دغه بم دوى اېښى وي، چې دخلکو او طالبانو ترمنځ کرکه وشيندي.

دا په داسې حال کې دى چې نږدې هره ورځ د اندړو ولس د اربکيانو له بدچلنده واکمنو مسوولينوته شکايت کوي، خو تراوسه يې چا په خبره غوږ نه دى ګرولى.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د