شعـــــرونه

وران کلی/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن

ته راځه چې خواته ورشو پورې کلي کې څـه وير دی؟
دېوالونه يې ړنګ ښکـــاري دا د کوم ظلم تاثير دی

خدای ( ج ) خبر د چا د لاسه په کوم لورې مهاجر شول
په دې کور کې خلک نشته د کلا ور يې زنځير دی

څه ترخې،ترخې شېبې دي ژړاګانې دي ماتم دی
مريدان در په در ګرځي شهيد کـړی يې چا پير دی

دي آسونه مو زين کړي د بريا په تکل درومـو
خامخا به راوړو فتحې مونږ جوړ کړی کلک تدبير دی

يوو فاتح په هر ميدان کې عقيده لرو سپېڅلې
يوو روان په سپينه لاره سپين هدف،سپين مو امير دی

رسوو به تر منزله دا د حق کاروان کـــه خير وو
اوړېدل مو ترې نه نشته زموږ د حق په لار مسير دی

اوس په هېڅ چا کې مخلوقه محبت او الفت نشته
له دنيا ېې زړه تور شوی ( مطمئن ) ځکه دلګير دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x