fbpx

مبارکه روژه/ حبیب الله تراب

حبیب الله تراب
دا د خدای د عـــزت میاشت ده
دا دخدای د رحــمـت میاشت ده
مـبــارکـه روژه راغــــلــــه
دا د خدای د نعـمت میاشت ده

مـسـافـــره مـیـلـمــنه یــې
د ژونــدون خـوږه شــیبه یـې
لــه انـــوارو څـــخـه ډکـــه
مـبـارکـه میاشت روژه یـــې

ستا لـه بـرمه دوزخ بـنــد شي
چې ناچار وي هیـله مـنـد شي
نـیـمـه خـوا زړونــه آرام کړي
چې ستا څرک کله څرګند شي

ابــتـــــدا دې د رحــمــــت ده
سـتـا پـه غـیـږ کې مـغفرت ده
بـیـا دې عـطــق مـن الـنـار ده
بــنـدګـانـــو تـــه راحــت ده

هــر سـاعـت دې بـخــتـور دی
روژه مـــاتــی دې اخـتــر دی
مــرحـــبـا پــخـیـر راغـــلـې
نـوم دې هـم لا خـونـــدور دی

شـکـر دا چـې مـسـلـمـان یـم
امــتـي مـــې د جـانــان یــم
حـبـیب الله تـــرابــه شــکــر
چـې بـنـده د پـاک سـبحـان یـم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د