کورنۍ سره څنګه مینه وکړو؟‎

 محمد یعقوب واحدي
څومره ارادې ، چې له پخوا څخه راپاتي دي ، تر ټولو پکې دکورنۍ حال بد دی، له بچو سره د مور او پلار مینه له مور او پلار سره د بچو مینه ډیر اهمیت او ارزښت لري؛ خو ریښتیا دادي، چې نن دمور، پلار او بچو تر منځ مینه په لسو کې نهه د دواړو ډلو لپاره په سلو کې نهه نوي دیوي ډلي لپاره دخواشنۍ لامل ګرځي، دکورنۍ اداره ، چې په بنسټیزه توګه دسرور او خوشهالۍ ضمانت لري.

پخپله لړۍ کې د ناکامۍ له لامله په اوسمهال کې دخپري شوي ناهوساینې لامل ګڼل کیږي .

هغه پوه او پوخ فکر انسان، چې له خپلو بچو سره د مینې اړیکي ټینګول غواړي یا له هغه سره دګډ او سوکاله ژوند هیله لري؛ نو باید خپل موراو پلار په اړه ژور فکر وکړي او په ډیره هوښیارۍ سره په خپل پوخ فکر عمل وکړي. چې هر انسان پکې دټولنیز نظام له بدلولو پرته دځان دسموني واک پیدا کړي.

بې له شکه دا یوه درنه مجبوري ده او دا ددې له لامله ده ، چې زموږ په هیواد کې دکورنۍ د خواشینۍ او خپګان لاملونه بیل بیل او ډول ډول دي؛ لکه ارواییز، مالي، ښونیز، ټولنیز او سیاسي تر کومه ځایه، چې دبډایه طبقو ښځوخبره ده، هغوی مورتوب یو دروند پېټی ګڼي، چې دغه راز تر ننه بل څه ته نه دي کتل شوي او دوه لاملونه لري، لومړی دناواده شوي ښځي په ځان نه بسیاتوب او دویم دکورنیو چارو او کارونو زیاتوالی.

کومي ښځې چې ددې ټولو ستونزو سره ګډه ژوند غوره کوي، دتیرو وختونو په پرتله له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي. د بچیانو ساتنه هم دغه راز ده، که هغه دکوچنیانو دروزني په اړه څه پوهه ولري؛ نو پوهیږي، چې پالونکي ته دکوچنیانو سپارل له خطره ډک کار دی، البته که هغه کومه پوهه او لوستي پالونکې ومومي دابیله خبره ده.

له دغه ډول ډیرو ستونزو سره سره که هغه خپل ښایست او ذهن وساتلی شي؛ نو ډیره نیکمرغه وي ډیر ځله ښځې دکور دوړو وړو چارو دسرته رسولو له لامله د میړونو لپاره بار او ذهني پیټی او دبچیانو لپاره دځور لامل ګرځي کله چې ماښام شي او میړه یې له دندي ستړی راشي نو د ټولي ورځې دکورنۍ له کاره ستړي شوې میرمن یې زړتوری کوي او که غلې پاتې شي؛ نو پر زړه او ذهن یې بار پرېوځي او دغه شان بدخویه کیږي.

دبچیانو دزېږون او پالنې اړوند کړاوونه یې پر ‌ذهن خواره وي، هغه له خپلو بچیانو څخه تراړتیا ډيرې هیلې لري او دکور وړو وړو چارو سرته رسول هغه غوسه ناکه او توند خویه کوي. دغلته ښځه له تر ټولو بدې بې انصافۍ سره مخ کیږي، هغه دخپلې کورنۍ چوپړ هم کوي او له مینې هم بې برخې کیږي؛ خو که هغه خو شهاله او خندانه و اوسي؛ نو ښایې ټول ورسره مینه ولري.

مینه

له ژونده دزړه تورۍ په پیژندل شوو لاملو نو کې یو لامل له مینې څخه بې برخېتوب دی، بل پلوله مینې څخه، چې څومره دژوندانه د خوږوالي احساس پیداکیږي له بل څه څخه نه پیداکیږي ښایې ځینې کسان ځان دومره بدرنګه وانګیري. چې څوک د ورسره مینه ونه کړای شي داهم شوني ده، چې کوچنوالي کې ده د نورو کوچنیانو په پرتله لږ مینه موندلي وي دا هم کیدای شي چې له ده سره د په ریښتیا هم څوک مینه نه کوي په ورستنۍ بیلګه کې د دا ډول احساس لامل ښایې پر ځان دباور کمی وي. چې دکوچنوالي دمحرومیت پایله یې ګڼلای شو.

په دې پایله کې له مینې څخه بې برخې کس ژوند ته په بیلا بیلو سترګو ګوري، هغه ښایې دمینې تر لاسه کولو ډیره هڅه وکړي او په دې هڅې کې له بریده وتی شفقت او مهرباني هم ګډه وي . په دې هڅو کې دهغه ناکامي ډیره شوني ده؛ ځکه هغه څوک، چې ډیره مینه او مهرباني مومي ډیر ژر دمقابل کس په نیت پوهیږي دانساني فطرت طبیعت داسي جوړ شوی ؛ځکه هغه څوک چې د ډیرو مهربانیو په وسیله دمینه پیرودل غواړي دانساني نېکي هیروونکي عادت له مخي ډیر ژر ناهیلی کیږي؛ خو هغه کله هم دافکر نه کوي، چې مینه کومه ، چې دی یې پر پیسو اخیستل غواړي بیه او ارزښت یې تر دې ډیر لوړ دی او داهم،چې دغه ورکړه ډیره بې ارزښته او او بې بنسټه ده.

دغوره مینې پيژندل اسان کار نه دی؛ خو داخبره څرګنده ده ،چې خوندیتوب خو پکې وي. موږ چې له چاسره مینه کوو، له تکلیف څخه یې سترګې نه شو پټولی، زما په اند په مینه کې لږ تر لږه دستونزو اټکل پکار وي ،کومه ستونزه چې رامنځ ته شوي وي غمرازي یې بیله خبره ده.

په بنسټیزه توګه هغه خلک چې دوی ورسره دڅو شیبو لپاره مینه کوي مقابل لوری فکر کوي چې دوی ورسره مینه کوي دوی ته هیڅ په زړه پوري نه وي، هغوی له خپلو تحریصي او تمیزو کړنو سره مینه لري، چې ښایې انسان یې ونه بولو، څرګنده خبره ده، چې دا کار دهغوی طبعي بې لاریتوب څخه سرچینه اخلي، چې نه یې په اسانی سره تشخیص او پیژندنه شوني وي او نه یې درملنه. ډیر ځله د هغوی داځانګړتیا له کومي هیلې سره تړاو لري، چې جوړې یې دانسانې خوښۍ په او یو اړخیزه تصور کې ښخې وي.

په جنسي چارو کې ډیر ځله دمیني څرک نه لیدل کیږي؛ بلکې ډير ځله دکرکې پر بنسټ ولاړ وي، هر یوپه ټولنیزه توګه ځان بل ته د سپارلو څخه ډډه کوي . هر یو خپله بنسټيزه تنهایې او یوازیتوب له خپل ځان سره ساتي . هر یو کټ مټ خپل ځان سره پاتي او ډاډ له لاسه ورکوي. په دې ډول تجربو کې بنسټیز ارزښت نه لیدل کیږي له دې څخه دخوندیتوب لار یوازې احتیاط نه دی؛ بلکې ریښتنې او باارزښته او ژوره مینه هم تاسو له دې بې لاریتوب څخه ژغورلی شي.

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د