police1212.jpeg

ز ابل :د شاجوی په کلاخېلو کې پولیس یوه اتلس کلنه پېغله تښتولې ده

دزابل د شاجوی ولسوالۍ   دکلاخیلو په سیمه کې پرون یوتن پولیس د حاجي محمد عبدالله دارغنداب داوسېدونکي، چې له يوه کال راهيسې په کلاخېلو کې اوسې پېغله لور تښتولې ده.حاجي محمدعبدالله  په سيمه کې د نن ټکى اسيا همکار ته ويلي دي،چې په سيمه کې دولتي مسوولين يې غږ نه اوري،دى وايې پرون موپه کور کې يو نارينه هم نه و، دغه پوليس چې ټولو خلکو ليدلى دى زموږ په کور راننوتى او په تورسرو کې يې زما پېغله لور په زور له ځان سره بېولې ده.

حاجي محمد عبدالله وايي په سيمه کې يې دولتي چارواکي غږ نه اوري، دى وايي مجبور دى چې له طالبانو مرسته وغواړي.
دا په داسې حال کې دى چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې څوځله  د پوليسو او اربکيانو له خوا ورته جنايات تکرارشوي دي، چې دولتي چارواکو پرې غوږونه کاڼه کړي دي. 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د