افغانستان

شاولیکوټ کې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژل سوي او ۱۶ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو لېزري قطعې تېره شپه د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه او ځینو پوستو بریدونه کړي دي.

امنیتي چارواکي وایي د شاولیکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې تېره شپه لسګونه طالب وسلوالو د ملي اردو پر یوه قرارګاه برید کړی چې د شپې د لسو بجو څخه پيل سو او څو ساعته یې دوام وکړ.

امنیتي باوري سرچینې وایي چې د طالبانو د لېزر او سرې قطعې په دغه برید کې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژل سوي او ۱۶ نور ټپيان دي، همدارنګه طالبانو څلور تنه نور سرتیري د ځان سره ژوندي بیولي دي.

طالبانو د ملي اردو ۵ زغره والي شوبلي هم د ځان سره بیولي دي.

د زنګتیان د برید سره هم مهاله نورو طالبانو بیا د کندهار – روزګان پر لویه لار په کوندلانو، کوتل، ماڼو او سپين غر سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې درو پوستو سقوط کړی دی.

په دغه برید کې د تلفاتو په اړه تراوسه امنیتي منابعو څه نه دي ویلي.

طالبانو د برید پړه منلي، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی ځواکونو تېره شپه د ملي اردو یوه قرارګاه او ۳ پوستې نیولي، ۳۵ امنیتي سرتیري یې وژلي او ۸ تنه یې ژوندي نیولي دي.

احمدي په خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي اردو ۷ هاموي ټانګونه یې هم د ځان سره بیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سهیل

اول دی دوستم سیاف محقق خلیلی دشورای نظار غری په شمول دی عبدالله عبدالله نور اوداسی نور جنایت کاران محاکمه کری بیادی حکمتیار په باره کی فیصله کوی

احمد

سهیل صاحب ، لمړی او اخر نه غواړی مجرم مجرم وی مهمه نه ده چه مخکی یا وروسته محاکمه شی کشکی داسی دی لیکلی وی چه د کابل غلامه اداره لمړی لیری ، اشغلګر وشړل شی ، اسلامی نظام جوړ او بیا ټولو هر هغه چا جه د خالق او مظلوم اولس سره خیانت او جفا کړی او د هغوی سپیځلی وننی یی توی کړی په اسلامی محکمه کی محاکمه او مناسبی سزاوی ورته واورل شی او عملی شی . که مونږ دوستم د ګلبدین سره مقایسه کوو ، هغه یو بی سواده او ملحد جنرال دی جنرالی یی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x