نظــر

فارین افيرز: په افغانستان کې څلور لارې په مخ کې دي

ژباړه: نن ټکی اسیا

د فارین افيرز اونیزې د امریکا یوې څیړنیزې موسسې «رانډ» پخواني غړي (سمیر لالوالي) یوه لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې د امریکا راتلونکو احتمالي ستراتیژیو ته ځانګړې کړې. لیکوال د «سټیمسن سنټر» په څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د پروګرام مرستیال مشر او څیړونکی هم دی. د دواړو ادارو څیړنې د امریکا په پالیسۍ جوړونې ځانګړی اغیز لري.

مقالې د (څلور لاري په افغانستان کې: امریکا په اضافي عسکرو څه کولای شي؟) تر سرلیک لاندې د امریکا د راتلونکې ستراتیژۍ لپاره څلور انتخابه په ګوته کړي او د هرې ستراتیژۍ مثبت او منفي اړخونه یې واضحه کړي، چې د مهمو ټکو ژباړه یې په لاندې ډول ده:

لیکوال: سمیر لالواني:

وروسته تر هغه چې جنرال نیکولسن د اضافي عسکرو غوښتنه وکړه او د افغانستان جګړه یې له بندبست سره مخامخ وبلله، د امریکا جګپوړو چارواکو تر پنځه میاشتو بحثونو او ارزونو وروسته غوره بللې چې باید ټرمپ افغانستان ته یو څو زره نور عسکر ولیږي. خو یوازي عسکر لیږل ستراتیژي نه جوړوي. د امریکا مهم تحلیل ګران لکه «سټیفن والټ» او «مایکر او هنلن» ټینګار کوي، د دې لپاره چې پر ځمکه د نورو شکستونو او فساد مخه ونیول شي، امریکا ته اړینه ده چې خپل پوځي ځواک د یو محکمې او ښې ستراتیژي له مخي ځای پر ځای کړي.

په اوسنیو شرایطو کې، اقلا څلور ستراتیژیو باندي خبره کېدای شي: دولت جوړونه، ملي پخلاینه، د نفوذ مخنیوی، او دایمي اډې. هره استراتیژي بېل اهداف لري، د بریا خپله تیوري لري او ځانګړی قیمت او خطرونه لري. د جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما ادارو پر څلور سره ستراتیژیو په مضطرب حالت کې عمل کړی، چې له امله یې کله تشویش را منځته شوی او کله یې په مختلفو برخو کې پرمختګ کړی. د ټرمپ ادارې ته اړینه ده چې همدا څلور ستراتیژیانې هره یوه په جلا توګه وتلي او باید هغه یوه اختیار کړي چې ممکنه پای (معلوم وخت) او مثبته پایله لري او دا پرېکړه باید د اضافي ځواکونو د لیږلو تر مخه وکړي.

دولت جوړونه:

د طالبانو پر ضد د جګړې ګټلو لپاره یوه ستراتیژي د «دولت جوړونې» ده، په کومه چې سناتور «جون ماکین» او «لینډسي ګراهام» ټینګار کوي. له دغې ستراتیژۍ سره سم امریکا باید د ملت جوړوني پر مختلفو اړخونو غور او کار وکړي، تر څو د کابل اداره وکولای شي د عامو خلکو د زړونو په ګټلو سره د طالبانو پر ضد ودریږي او د هغوی مقاومت ته په ملت جواب ورکړي. په دې ستراتیژي کې اړینه دا ده چې امریکا د افغانستان د حکومت وړتیا لوړه کړي، د امنیتي ځواکونو او حکومتي ادارو ظرفیت قوي کړي، تر څو دوی په خپل توان سره وکولای شي پر خپلو پښو ودریږي او طالبانو ته ماتې ورکړي. په دې صورت کې د پراخ بحث وړ مفروضه دا وړاندي کیږي چې له طالبانو پرته د افغانستان ځواکمن حکومت کولای شي چې د نړیوالو ترورویستي ډلو مخه ونیسي تر څو په جنوبي او منځنۍ آسیا کې نفوذ ونه کړي او همداسي امریکا ته کوم خطر متوجې نه کړي.

د ملت جوړوني په ستراتیژي کې به اړینه وي چې امریکا خپل ځواکونه د لواګانو او کنډکونو سطحې ته ورښکته کړي، تر څو د افغان ځواکونو څارنه او لارښوونه وکړي او په ورته وخت کې د افغانستان حکومت ته خپله ژمنتیا وښيي. متقاعد شوي چارواکي ټینګار کوي چې د جګړې په نیژدو ساحو کې عسکر ساتل به د افغانستان لپاره د کومکونو په راجلبولو کې هم مرسته وکړي.

البته دغه ستراتیژي به د عسکرو د وژنې په قیمت تمامه شي، وخت به ونیسي او ستراتیژیک تمرکز به وغواړي. د پایلې ټاکلې موده به یې لس یا شل کلونه وي. خو د دې هیڅ ګارنټي (تضمین) نشته چې د امریکا خلک او آینده راتلونکې حکومتونه به د دې ستراتیژي د پایلو او محصول لپاره دومره صبر ولري. پر دې سربېره په افغانستان کې اوسمهال د امریکا کلنی لګښت د ۲۵ ملیارده ډالرو څخه تر ۵۰ ملیارده ډالرو دی، که چیري د عسکرو اوسنی شمېر زیات شي نو حتمي ده چې لګښت به هم ورسره اضافه کیږي.

پر دې سربېره که امریکا د دولت جوړونې ستراتیژي غوره کړي او په مقابل کې له افغان حکومت څخه کوم امتیاز ونه غواړي، دا به په افغانستان کې د یو طرفه (امریکايي) قربانیو د روانې ستونزې په حل کې ګټور ثابت نه شي. د کابل چارواکي اوس هم د خپلمنځي اختلافاتو او اداري فساد په اړه د پرېکنده انتخاب څخه ډډه کوي، په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو لیکي يې د سیاسي توب، ضعف او کمزورۍ له ستر ګواښ سره مخ دي، خو دوی ځکه بې غمه دي چې پوهیږي امریکایان یې ساتنه کوي او همیشه به یې له خطر څخه په حفظ او امان کې ساتي.

د دې قیمت پرېکولو سربېره، په افغانستان کې د نامعلوم وخت لپاره د جګړې دوام به په نورو ستراتیژيکو فرصتونو پرېکنده تاثیر واچوي. له نورو سیمو څخه به امکانات او پاملرنه واوړي، لکه د مثال په ډول شرقي اسیا او شرقي اروپا. همداسي به د افغانستان سره دغسي یوه ژمنتیا د هندوستان سره د امریکا د ستراتیژيکو اړیکو پر نرمښت منفي تاثیر وکړي، ځکه چې د افغانستان پر شخړې د پاکستان پراخ نفوذ به په دې اړه خنډ جوړ شي.

په دې ستراتیژي کې د اندېښنې یو بل اړخ دا دی چې امریکا به هرومرو د هغو سیمه ایزو قوتونو او فعالو هیوادونو سره د ټکر له خطر سره مخ کیږي، کوم چې فکر کوي په افغانستان کې یوازي د طالبانو ځپل امنیت نه راولي. د مثال په ډول چین، ایران، پاکستان او روسیه کولای شي چې د امریکا د هڅو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره مالي، تسلیحاتي او سیمه ییزو مرستو له لاري د امریکايي او افغاني ځواکونو د اضافي قربانیو/وینه تویېدنې سبب شي.
د «دولت جوړوني» ستراتیژۍ ځیني پلویان فکر کوي چې له پاکستان سره د ښو اړیکو له لاري کیدای شي دغه هیواد همکاري ته چمتو شي، خو نور بیا د اجبار او سخت دریځۍ له لارې پر پاکستان د فشار واردولو خبره کوي. خو، بل اړخ ته پاکستان د پام وړ نفوذ او امتیاز لري تر څو د یوې داسي ستراتیژۍ سره کامیابه برخورد او مبارزه وکړي. پاکستان کولای شي د امریکا پر مخ خپله ځمکه او فضا بنده کړې، کوم چې په افغانستان کې د امریکا د حضور لپاره اساسي شرط دی. دوی همدا راز کولای شي چې له امریکا سره استخباراتي اړیکي ختمي کړي، کولای شي چې د امریکا او ناټو سره د اتومي وسلو په اړه خبرې اترې بندي کړي، د اتومي وسلو د خوندېتوب، د تصدیر کنټرول او د اتومي بحران د مدیریت په اړه تفاهم لغوه کړي، د کوم له مخي چې په جنوبي اسیا کې د اتومي وسلو د خطرونو مخنیوی پياوړی شوی.

ملي پخلاینه:

د ملي پخلاینې ستراتیژي له یوه اړخه د افغان ځواکونو په پوځي روزنې ټینګار کوي او له بل اړخه نه ستړي کیدونکو هڅو ته اړتیا لري تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جوړجاړي په هدف خبرو اترو ته زمینه برابره شي.
امریکا او د افغانستان حکومت به د جګړې په ډګر کې پرمختګ او بریاوو ته اړتیا ولري تر څو له طالبانو سره د مذاکراتو پر مېز د قوي دریځ څخه برخمن وي.

د ملي پخلاینې ستراتیژي په خپل ځان کې نورې ډېرې ستراتیژیاني رانغاړي. ژوره ملي پخلاینه کیدای شي بنسټیزو تنازلاتو ته لاره پرانیزي، لکه د طالبانو سره د قوت شریکولو تفاهم او یا هم له افغانستان څخه بالاخره د امریکايي ځواکونو د وتلو ژمنه. احتمالا د امریکا د ملي امنیت مشاور مک ماسټر په ګډون نور چارواکي بیا فکر کوي چې یوه سطحي ملي پخلاینه کیدای شي کافي وي، چې په هغه کې به طالبان په نظامي ډګر کې دومره وځپل شي چې بیا هر رنګه شرایطو منلو او تسلیمۍ ته چمتو شي، چې وروسته به دوی د افغانستان په سیاست کې ور ګډ کړل شي (او حتی کیدای شي په امنیتي ځواکونو کې ځای پر ځای شي).

خو د دې ستراتیژۍ منفي اړخ دا دی چې ځمکنیو حقایقو ته په کتو دا کار ناشونی ښکاري. دغسي یو ماموریت کیدای شي په اسانۍ سره په یوه سخته، ستړې او اوږدې جګړې واوړي، په داسي حال کې چې د دولت جوړوني ټولې چاري او مسؤولیتونه به یې هم له غاړي وي.

د دې ستراتیژۍ بل خنډ دا دی چې د افغانستان حکومت طالبان یو تروریستي ډله بولي او له هغوی سره د مذاکراتو انتخاب نه لري. داسي نه ښکاري چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره مذاکراتو ته د کښېنستلو کوم پلان په نظر کې لري.

پر دې سربېره، هیڅ داسې توقع نه کیږي د یو څو زره نورو امریکایي ځواکونو په مټ به د افغانستان حکومت وکولای شي د طالبانو په وړاندي د قوي دریځ څخه برخمن شي. طالبان حتی د حکومت تر امنیتي ځواکونو کوچنی خو پياوړی ځواک لري، خو دوی اوس هم کولای شي په وېروونکې ډول نوي سیمې تر خپل کنټرول لاندي راولي. د دې ترڅنګ د طالبانو خپلمنځي هماهنګي، قومانده او کنټرول، مقاومت، د خوندي ځالو شتون، وسلو ته لاس رسی او د سیمه ایزه سیالانو ملاتړ دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو په وړاندي د قوي موقف څخه برخمن کېدل یې ناممکنه کړي دي.

سربېره پر دې، که چیري دواړه اړخونه د ملي پخلاینې په پروسه کې یوه تفاهم ته ورسیږي، محلي او سیمه ایز بدلونونه کیدای شي د هغه دوام له خطر سره مخ کړي، له یوه اړخ سره وسلوال کومک بل اړخ په وېره کې اچوي او هغه به مجبورا د خپل شتون څخه د دفاع لپاره وسلو ته لاس کړي، او په دې توګه به د نوې جګړه اساس کښېښودل شي.

کمزوری سیاسي جوړښت، دایتلافونو او سیالانو د رقابت میدان، او د خپلو ایتلافیانو څخه مخ ګرځولو تاریخ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جګړو د پيل او بیا تکرار لپاره مساعده فضا را منځته کړې.

په اخیر کې، دا مهمه ده چې ددې ستراتیژۍ د سطحې او ژورې ملي پخلاینې قیمت ته پاملرنه وشي. سطحې پخلاینه به د لرې پرتو سیمو پښتانه د محرومیت د احساس له خطر سره مخ کړي، چې په نتیجه کې يې کیدای شي هغوی د طالبانو او یا هم د اسلامي دولت ډلې «داعش» سره پیوستون ته وهڅیږي. ژوره پخلاینه کیدای شي په افغانستان کې د امریکا د پنځلس کلونو لاسته راوړنې تر شا وغورځوي، لکه د ښځو او اقلیتونو حقوق او طالبانو ته به دا فرصت ورکړي چې د هیواد پر سرچینو د واکمن کېدلو وروسته د تفاهمنامې څخه وګرځي او خپل نفوذ پراخ کړي.

د نفوذ مخنیوی:

د طالبانو د نفوذ د مخنیوي ستراتیژي دا ده چې اضافي عسکر د خلاص مټ صلاحیتونو سره ولیږل شي او په لنډه موده کې طالبان له مهمو سیمو څخه پسې واخلي او په دې توګه د امریکا د عسکرو ایستلو ته سیاسي او تبلیغاتي پزه جوړه شي. د پوځونو له ایستلو وروسته دې امریکا یوه داسې ستراتیژي غوره کړي چې د طالبانو د نفوذ د پراخیدو مخه ونیول شي او په عین حال کې له افغان حکومت سره مالي کومک وشي.

د دې لپاره باید دقیق وژونکي بریدونه، د محلي استخباراتو همکاري او د افغانستان دفاعي او امنیتي خط تقویه شي او له لارې یې تر اوږدمهالې مودې پورې د امریکايي عسکرو وظیفه پرمخ یووړل شي او په دې توګه به د امریکايي عسکرو شتون ته اړتیا نه پيښیږي.

خو داسې به هم نه وي چې امریکا د افغانستان سیاسي او نظامي حالت ته شا وګرځوي، بلکې د بیړنیو حالاتو لپاره باید لازم چمتووالی ولري ترڅو د ۹۰یمو کلونو د حالت د بیا تکرار په صورت کې د هغه د مخنیوي اختیار ولري.
د دې ستراتیژۍ ګټه دا ده چې د پخوانیو ستراتیژیو برعکس به تر ډیره د افغانستان او پاکستان په همکارۍ منحصره نه وي. له بلې خوا به امریکا نورو مهمو موضوعاتو ته ځان فارغ کړي لکه په اسیا کې د ځواک توازن ساتل او اتومي امنیت.

دا ستراتیژي به د سیمې قوتونه له دې خطر سره مخامخ کړي چې د تروریزم او د جګړې لمن به وروغځیږي. نو پخپله به مجبور شي چې له دې جګړې سره د همکارۍ پر ځای د هغې مقابلې ته راودانګي.

ګټه یې دا ده چې د عسکرو په داسې توګه ایستل چې د افغان حکومت بقا له پوښتنې سره مخامخ کړي، به افغان حکومت راویښ کړي او د فساد مخنیوي او د نظامي ځواک لوړولو ته به یې مجبور کړي. د اوباما په وخت کې هیڅ افغان مشر دا ګومان نه کاوه چې امریکا به خپلې نظامي او مالي مرستې بندې کړي، ځکه خو یې په ځان کې د تغیر سوچ هم نه کاوه.

تاوان یې دا دی چې امریکا به د سیمې په ځینو هیوادونو خپل نفوذ له لاسه ورکړي. له بلې خوا به د افغانستان د حکومت په تشکیل کې د امریکا رول کمرنګه شي او هغه محلي بنسټونه به کمزوري شي چې امریکا او ناټو یې په جوړولو ۱۵ کاله خواري کړې.

سربېره پر دې د افغان حکومت د سقوط او د کورنیو جګړو د پیلیدو خطر به سخت دریځو ډلو ته د بیا راپورته کیدو فرصت ورکړي او امریکا به یو ځل بیا د جګړې په تبۍ ودریږي.

دایمې اډې:

د دایمې اډو ستراتیژي دا ده چې امریکايي عسکر د نامعلوم وخت لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور وساتي. په دې ستراتیژۍ کې کافي ځواکونو ته اړتیا ده ترڅو د مهمو ګڼ نفوسه مراکزو دفاع وکړي او نظامي اډې وساتي او په مرکزي اسیا کې د امریکا د پښو ایښودلو د مهم ځای حفاظت وکړي.

یو شمېر ستراتیژي جوړوونکي په دې فکر کوي چې څرنګه په مرکزي اسیا کې یوه شبه دایمي اډه پیدا کړي، له کومې چې له تروریزم سره مبارزه کیږي، او په اینده کې ترې د چین، ایران او روسیې لخوا د هر احتمالي خطر په وړاندې مقاومت او مخنیوی وشي.

منفي اړخ یې دا دی چې طبعا امریکا به هرومرو دا په ځان مني چې د افغانستان حکومت دې له اوږدمهالې بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان وي، ځکه چې په افغانستان کې د امریکا دایمي حضور به د سیمې هیوادونه سیالۍ ته وهڅوي او په افغانستان کې به د امریکا مخالفین تقویه کوي او حکومت به همیشه په لړزاند حالت کې وي.
سربېره پر دې، بهرني اشغال ته د افغان حکومت دایمي سرټیټی به په ولس کې د دغه حکومت مشروعیت ډیر کمزوری کړي.

په افغانستان کې د امریکا دایمي حضور به په پاکستان باندې د امریکا تکیه لا زیاته کړي، چې دا کار به په خپل وار د امریکا او هند ترمینځ همکاري زیانمنه کړي، حال دا چې امریکا غواړي د چین په خلاف له هند سره همکارۍ ته ادامه ورکړي.

سخت انتخاب مو په مخ کې دی:

که څه هم بهتره به دا وي چې له پورتنیو ستراتیژیو څخه یو یو عنصر راواخیستل شي او یوه داسې ستراتیژي ترې جوړه شي چې لګښت یې کم او مفادات یې زیات وي، خو دا ناممکنه ده. ښه ستراتیژي باید د مصارفو، خطرونو او لومړیتوبونو رښتینی تخمین ولري.

د یادو ستراتیژیو را یو ځای کول هم ممکن نه دي، که د پورتنیو آپشنونو څخه دوه اپشنونه یوځای شي، نو پرته له دې چې عامه ستراتیژي کمزورې کړي بله فایده نه لري.

که د دولت جوړونې په پایله کې سوله راځي او یا هم د مصالحې له لارې، خو افغان سوله او د امریکا اډې یو تر بله په ټکر کې دي او ضد او نقیض اساسات دي.

د دولت جوړونې او پخلایینې ستراتیژي د جګړې خاتمه غواړي او د یو پایدار او ثابت هیواد تقاضا کوي، په داسې حال کې چې د نفوذ د مخنیوي او اډو ستراتیژي امریکا د یوې شبه دایمې بې ثباتۍ په مقابل کې په دوامدار ډول مقابلې ته هڅوي.

د دولت جوړونې او ملي پخلایینې په اپشنونو کې باید دا فرض کړو چې طالبان د امریکا کورني امنیت ته غټ خطر تشکیلوي، حال دا چې په پاتې نورو ستراتیژیو کې داسې نه ده. په اډو او پخلایینې کې د سیمې قدرتونه د ستراتیژۍ محور جوړوي، خو په دولت جوړونه او د نفوذ په مخنیوي کې د سیمې هیوادونو ته د پام وړ اهمیت نشته.
دولت جوړونه، ملي پخلایینه او اډې به امریکا یوې داسې لارې ته برابره کړي چې په راتلونکي لسیزه به یې په افغانستان کې نور سلګونه بلیونه ډالره ضایع شي. یوازې د نفوذ مخنیوی کولی شي چې امریکا تر ډیره حده له مالي تاوان څخه وژغوري، خو په دې کې دا خطر هم شته چې که چیرته امریکا بیا جګړې ته راګرځي نو له ډیرو لګښتونو او تاوانونو څخه به تیریږي.

نو که اوس حتی ټرمپ افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو موافقه وکړي، دا پوښتنه بیا هم حل نه ده چې دغه عسکر به د کومې ستراتیژۍ د تطبیق لپاره استعمالیږي.

سرچینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x