افغانستان

ختيځو ولايتونو کې د ټاکنو نژدې۲۵۰ مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي چې د ۱۳۹۳ ل کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره يې جدي امنيتي تدابير نيولي او خلک کولای شي په پوره ډاډ او اطمنان د رايو مرکزونو ته ورشي او خپله رايه ورکړي. مګر يو شمېر ولايتي چارواکي وايي چې د ولايتونو او ولسواليو له مرکزونو پرته په نورو سيمو کې د ټاکنو تر سره کيدل ناشوني ښکاري؛ ځکه چې په دغو سيمو کې د طالبانو واک چليږي او خلک نشي کولای چې د ټاکنو په ورځ د رايو مرکزونه ته ورشي او خپلې رايې ورکړي. وړمه ورځ د غزني د محکمې ریس میر صمد مقداد ويلي وه چې، د دغه ولايت د اتلسو ولسواليو له جملې يوازې په څلورو ولسواليو کې دولتي قاضيان موجود دي  او نورو څوارلسو ولسواليو کې د طالبانو واک دی. د غزني، لوګر او يو شمېر نورو ولايتونو چارواکو وړاندوينه کړې چې له ښارونو پرته په ډېرو سيمو کې د ټاکنو تر سره کيدل ناشوني دي. په يو نوي راپور کې ويل شوي چې، د هيواد په ختيځ کې نژدې ۲۵۰ مرکزونه له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي. د ننګرهار د ټاکنو د دفتر مشر ډاکتر اجمل ويلي څلورو ختيځو ولايتونو کې نژدې ۲۵۰ مرکزونه له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي او له سلو زيات مرکزونه تر اوسه پرانستل شوي هم نه دي. امنيتي کارپوهان وايي د لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستانو ولايتونو ډېری سيمې د طالبانو په واک کې دي او د ټاکنو تر راسيدو د ډېرو امنيتي ګواښونو وړاندوينه کوي. دغه کارپوهان د کورنيو چارو د وزارت خبرې چې، امنيتي تدابير يې نيولي، يوازې يوه دعوه بولي او وايي چې د ټاکنو را رسيدو سره به امنيتي حالت نور هم خراب شي او خلک به ونشي کولای چې په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x