
غزل/ سعادت کامران
سعادت کامران
ورک شه بې ننګه بې وفایاره داڅه دي وکړل ؟
نامرده لاردي کړه جلا یاره داڅه دي وکړل ؟
تا ویَل زه به درسره یم تر منزله پوري
ای دیموکراسه بد اروا یاره داڅه دي وکړل ؟
تا زموږ په پاکوپاکو وینو باندي لوبې وکړې
خدای دي کړهیر دامریکا یاره داڅه دي وکړل ؟
زمادارمان او دمورچل قدر دي ونه کړلو
تا په ایمان وکړه سودا یاره داڅه دي وکړل ؟
بیا به دي نیسم له ګریوانه دمحشر پرمیدان
دخدای دښمنه ناروا یاره داڅه دي وکړل ؟
پرون دي دا ویل د دوو انقلابو اتل یم
نه شوې دنن نه دسبا یاره دا څه دي وکړل ؟
پلونه دي څارم (سعادت) پرځان مَیَنه یاره
ځې تاریکوته له رَڼا یاره دا څه دي وکړل !!؟