د اسلامي اخلاقو په اړه د اسلام د دښمنانو دريځ

قاری اميدخرم
فکري زده کړې

د اسلام دښمنانو د مسلمانانو په پرتله د اسلامي اخلاقو ارزښت او اهميت په ښه توګه پيژندلی دی .په همدی خاطر يې ټول وسايل او امکانات په کار اچولي دي څو د مسلمانانو اخلاق خراب د اسلامي اخلاقو چينې وچې او يا هم له منځه يوسي لکه مساجد,مدارس,د ديني علومو د زده کړې پروګرامونه,د اسلامي اخلاقو په ضد د اسلام د د ښمنانانو جګړه له څو جبهو څخه روانه ده:

(۱):- هغوی پوه شوی دي چې په مسلمانانو کې د اسلامي اخلاقو اصلي سرچينه ايمان ده نو هڅه کوي. څو د اخلاقو دا سرچينه وچه کړي او د مسلمانانو زړونو ته د هغه لارې او مجراګانې وتړي
.
(۲):- دوی پيژندلی چې د اسلامي شريعت د مصادرو صحيح او سالم فهم د ايمان چينه ښيرازه کوي څو په زور او قوت سره د مسلمانانو زړونه خړوب کړي ځکه يې نو د اسلام د صحيح فهم د وسايلو او علومو په اړه غټې فتنې او د سيسې په لاره رامينځته کړی دي,حقايق پټوي او يايې هم بدرنګوي د هغوی په راويانو او حاميلينو تورونه او تهمتونه تړي له خپل ځانه غلط ناسم او بې بنسټه تحليلونه او تفسيرونه کوي ……دا هر څه د همدې لپاره کوي ترڅو د اسلام اصيل او سالم فهم له مسلمانانو ورک کړي.
(۳):- په مسلمانانوکې د اخلاقي فساد عملي پروسه يې په کار اچولې دی,ترڅو ځوانان په فحاشيو او بې شرميو کې ډوب کړی اسلامي اخلاق له لاسه ورکړي.

(۴):- په مسلمانانو کې يې د هغوی د فکري اصولو او بنسټونو د افساد او تزلزل قوي کار پيل کړی يو فکري لښکر يې جوړ کړی چې د مادي فاسدو او مفسدو افکارو او فلسفو له لارې د مسلمانانو فکري اصول او اصيل مفاهيم فاسد او ګډوډ کړي څو اسلامي اخلاق له بيخه او ريشه وباسي.

(۵):- د فکري جګړې د تداوم لپاره يې ځينې احزاب مدني بنسټونه,موسسات,پوهنتونونه او ښوونځي جوړکړي چې د مختلط محيط درلودونکي چاپيريال ته لاره هواروي او فحشا د پرمختګ په توګه ورته معرفي کوي.

(۶):- تل هڅه کوي د مسلمانانو تعليمي مراکز بدنام او په يو ډول نه په يو ډول يې له منځه يوسي او يايې هم وتړي چې د بيلګې په توګه د سلګونو ديني مدارسو ښوونځيو ورانول تاسو ته په ګوته کوم.

(۷):- په ټولنه کې د فحشا پرواګرامونه په لار اچول د ځوان او غريب قشر ورته دپيسو او مادياتو په مقابل کې جلبول دا ټول هغه څه دی چې تاسو يې عملا په افغانستان کې د ليدو په حال کې ياست.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د