
په سوریه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶):: د امریکا پوځ اعلان وکړ چې ددوی یو تن عسکر د سوریې په شمالي برخه کې وژل شوی دی.
په سوریه کې د ګډو ځواکونو عمومي قومندانۍ د پيښې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي چې د سوریه په شمال کې د موټر د چپه کېدو له امله امریکايي عسکر ټپی او بیا یې ساه ورکړه.
د دفاع وزارت «پنتاګون» په وینا امریکا په سوریه کې په سلګونو عسکر او نظامي مشاورین لري چې د داعش پر ضد جګړه کې د سیمه ییزو وسلوالو ډلو سره مرسته کوي.