hakeemi

د حيکمي غزل

له بدنه د شهید د وینو دارې
موږ ته وښایي رېښتیا د جنت لارې
قدم مخ ته ږده د شا پلونه دې شماره
 چې به څو په لاره تللي څو بې لارې

د عقبا په سفر ځې پېټۍ دې ګوره
 چې ذکرونه په کې غونډ دي که کوکارې

که مو ځان ته ارامي غواړی جهانه
 بیا نو مه ولئ زموږ د کور هېندارې

لکه سروې فطرتي درومي په لوړه
 پښتنې خو له ازله وي بیدارې

په رڼه لاره به خود درومو جانانه
 چې مو مینې پښتنې دي او دیندارې

غزلبوله حافظه ی‍ې سړی واخلې
 حکیمي سره چې مخ شمه یووارې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د