شعـــــرونه

غزل/ سعادت کليوال

سعادت کلـــیوال

په ساندو بدرګه راځي ندا په توره شپه کې
ګیله د کوم مئین ده که دعا په توره شپه کې

تصوير دی که کتاب دی چه له ډیره ورته ګوري
ډیوې سره فریاد کوي تنها په توره شپه کې

مرید لکه چه غواړي ورکه لار د سالکانو
که غواړي کوم مجنون ورکه لیلا په توره شپه کې

تش خوب دې وي یو خیال دې وي چه نوم یی ملاقات وي
تېر وخته بختوره راشه بیا په توره شپه کې

په زړه ډېر راورېږې او په ژبه هم ستا یاد دی
لیمو تصویر نیولی ګرانه ستا په توره شپه کې

حیران یم سعادته عادتونه دې عجیب دي
ته څه کوې او څه کوي دنیا په توره شپه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x