اى د روژې مياشتې/ مسلم يار

مسلم يار

اى د روژې مياشتې بختوره يې
رب درکړي ډېر فضيلتونه دي

ته په ټولو مياشتو کې بهتره ي
ستا په هره ورځ کې ثوابونه دي

ستا هر روژه ماتی د اختر په شان
ستا لوږه او تنده ځانته خوند لري

ستا هر پېشنمې له برکت نه ډک
ستا هره شېبه هم ځانته خوند لري

وچې شونډې ګرځي هر انسان دلته
حکم د خداى حکم دى خوراک نه کړي

دلته دا ستا قدر او قيمت ډېر دى
دلته که څوک تږي شي نو څښاک نه کړي

اى د روژې مياشتې لرې درې عشرې
لس ورځې رحمت لس مغفرت دا ستا

هم پکې نجات د جهنم نه دى
مونږ ته هم نجات له جهنم راکړه

تا ته رب درکړي عزتونه دي
نفل دې د فرض هومره ثواب لري

تا سره اجرونه ثوابونه دي
فرض دې هم اويا فرضه ثواب لري

مونږ ته هم نصيب دا ثوابونه کړه
خدايه مسلم يار درته دعا کوي

خدايه مسلم يار ته مغفرت وکړه
خدايه مسلم يار ته مغفرت وکړه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د