نظــر

د سيدآباد تجزيه د څه لپاره!!؟

نوید صهیب

له شک پرته د سیدآباد تقریبأ ۹۵ سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده، په تیرو ۱۶ کلونو کې سیدآباد د ناټو او کابل ادارې په وړاندې د طالبانو د جګړې داسې محکم سنګر ؤ چې ماتې او مهار یې ډیر سخت او حتی نا ممکن وو.

ګام په ګام امنیتي پوستې، ورځني او شپني عملیات، چاپې،د جیټ ډرون ړندې ویشتنې، غټ امریکایي توپونه او د نورو وژونکو وسلو استعمال; دا ټول پدې ونه توانېدل چې سیدآباد د کابل د ادارې په ګټه اېل کړي.

د سیدآباد ویشل په دریو برخو دا هم ددې خلکو د اېل کولو په موخه د روانو هڅو نوې لړی ده، داسې چې سیدآباد په دریو وړو اداري واحدونو ونوموي، په وړو برخو به یې واک ټینګ او د ځان په ګټه د ولسي تفرقې له لارې به طالب وځپي .

ددوې په آند به بالآخره به ټول سیدآباد تر خپل کنټرول او مدیریت لاندې راولي.

د زړو ماركسېسټانو او لېننسټپالو هغه پالیسي چې (تفرقه واچوه حکومت وکړه) اوسنیو سیکولرستانو او په اسلامي بلادو کې د غرب اجرتي غلامانو خپله کړې.

په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو په سر روان قومي اړ دوړ، وخت ناوخت په بیلابیلو توطئو سره د قومونو ترمنځ د سمت، ژبې او اقلیت پر بناء د تفرقې اور ته لمنه وهل، دا ټول هغه څه دي چې غربي استعمار او د هغوی مزدورانو اوس او مخکې ورباندې کار کړی.

اوس بیا ویل کیږي د وردګو ولسونو څو تش په نوم سمبولیک مشران د دوه سري حکومت د رهبرۍ په اشارو غواړي د وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالي په دریو وړو ولسوالیو وویشي.

دا کار پرته لدې چې د سیدآباد په متحدو ولسونو کې د ځانځانۍ احساس راپیدا کړي، نور هیڅ ګټه نلري.

سید آباد د هیواد له غټو او استراتیژیکو ولسوالیو څخه یوه ده چې تقریبأ ټوله د کابل کندهار د لویې لارې په سر پرته ده، ددې
ښه موقیعت وجه ده چې په ډیر سخت او اضطراری حالت کې هم ددې ولسوالۍ د کلیو تر منځ لارې نه بندیږي.

خو د سیدآباد تجزیه د څه لپاره !!؟

دا ولسوالي دومره هم غټه نده چې د حکومت لپاره یې اداري کنټرول ستونزمن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x