افغانستان

په خوست کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د خوست ولایت په مرکز کې چاودنې ۱۴ کسان وژلي او لږ تر لږه ۸ نور یې ټپيان کړي دی.

پېښه نن سهار پر نهه بجې شاوخوا را منځته شوې او ویل کیږي چې د برید هدف د افغان ځانګړو ځواکونو هغه قطعه وه چې د امریکا په بشپړي همکارۍ سره په سیمه کې فعالیت کوي.

که څه هم تر اوسه ولایتي چارواکو د پيښې د قربانیانو په اړه وروستی شمېرې نه دي اعلان کړي خو د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین رسنیو ته ویلي چې تر اوسه ۱۴ مړي او ۸ ټپيان ورته رسیدلي دي، چې د هغو څخه یې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی.

د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې د موټر په واسطه دغه چاودنه د ګڼې ګوڼي په سیمه کې را منځته شوې چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو لا د پيښې قربانیان مشخص کړي نه دي.

د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې دوی نه پوهیږي چې چاودنه د موټر په واسطه را منځته شوې او که له مخکې ځای پر ځای شوی بم چاودېدلی دی، او زیاتوي چې د پيښې وروسته سیمې ته ګڼ شمېر امبولانسونه ورسیدل او سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوه.

تر اوسه د پيښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx