دیني، سیرت او تاریخ

روژه درحمت ،مغفرت او له اوره دخلاصون میاشت «لومړی درس»

دروژې معنی او تعریف
روژه داسلام دریم رکن دی،په قرانکریم کې په په صوم، صیام او رمضان سره تعریف شوی.

چې معنی مراد دټولو معنی ګانوئې ځان ساتل دي او په شرعي تعریف کې: روژه،په ځانګړي نیت او پوهې سره دخوراک څخاک او جنسي اړیکو نه په محدود وخت کې په پټه او ښکاره ځان ساتل دي.

محدود وخت ئې دریښتیني سبأ(صبح صادق) له راختو تر ماښامه(لمر ډوبدو) تعین شوی .

توجه: دمحدود وخت له دائري لږه شیبه وړاندې وروسته( دصبح صادق له ختو وروسته، دلمر له ډوبیدو وړاندي) خوراک،چښاک… وکړی شي دا ورځ په روژه نه ده حساب،همدا راز که ټوله ورځ له خوراک ،څښاک او جماع نه لري وي خو نیت دروژي نه وي بیا هم دا ورځ په روژي نه ده حساب.

څرنګه چې زکات پانګه پاکوي او برکتي کوي ئې روژه هم دبدن او صحت زکات دی چې په اطاعت کې نفس او بدن دشیطاني او رزیله اخلاقو نه تذکیه کوي.

دروژي لوړ مقام په ترلاسه کولو کې له ناوړو کارونو څخه دژبې،غوګونو،سترګو او ټولو جوارحو(اندامونو) ساتنه دی .
چاچې دا مقام او ارښت تر لاسه کړ ، په دنیاکې مطمین او په اخرت کې دالله درحم او کرم سره په بریالی توګه دریان په دروازي جنت ته درومي.

ریان دجنت له دړو څخه یوه دړه دی چې معنی ئې خړوبول، دتندې ماتونکی دی، چې د قیامت په سخته ورځ روژه ساتونکو په مخ پرانستل کیږي او په دی مبارکه لار رښتیني صایمین(روژه لرونکي) داخلیږي، تر هغه پرانستلې وي چې اخري روژه ساتونکی هم ور داخل شي، بیا تړل کیږي.

روژه دصوم په معنی

صوم یا صیام: صوم په لغت کې بندیدل، منع کیدل، ځای پر ځای ودریدل او پریښودلوته وايې.

صوم په شریعت کې دپوهي او نیت سره دمحدود وخت لپاره ځان ساتل دي، چې همدې صوم ته روژه ویل کیږي.

صوم مطلقاً امساک(بندیدل) ته هم وايې لکه (صام عن الکلام)له خبروکولونه ځان ساتلو ته هم صوم وايې.

صایم معنی روژه تي(روژه لرونکی)

الله سبحانهُ وتعالی د البقرې سورت په ۱۸۳ آیت کې صیام داسي ذکر کړی ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ… ) ژباړه: ای مؤمنانو! پر تاسو روژه داسي فرض کړی شوې…

الله سبحانهُ وتعالی د مریم سورت (۲۶) آیت کې صوم داسي توضیح او تعریف کړی.

أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
فَكُلِى وَاشْرَبِى وَقَرِّى عَيْنًا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِىٓ إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا.

ژباړه: نو وخوره، وڅخه او خپلي سترګې (عیسی ته په کتو سره) یخي کړه، بیاکه كوم يو انسان دي وليد ، نو ورته ووايه چي ما د الرحمان( الله) لپاره روژه (نذر) منلې ده له دې لامله به نن زه له هيچا سره خبري ونه کړم .

پخوانیو امتونو په عبادت کې د چٍپوالي روژه شامله وه،چې صایم به خلکو سره ځان له خبرو ایثارولو ، الله سبحانهُ وتعالی بي بي مریمي ته دسیدنا حضرت جبرایئل په رسالت وویل: چې دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام دولادت په اړوند دخلکو له پیغوره مه ویریږه ،خوره ،څخه او کله چې خلکو سره مخ شوې په اشاره ورته ووایه چې مادخپل رحمان رب لپاره دچپوالي نذري روژه
نیولي ده ، دخلکو ټولي پوښتنې به ستا دغه ماشوم ځواب کړي، چې همداسي وشول.

دچپ اوسیدو روژې نیولو په اړوند دزیاتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره راتلونکي ځانګړي درس ته مراجعه وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x