د روژې فقهي مسایل« په روژه کې ستن لګول»

سوال: ایا په ستن (انجکشن) لګولو باندی روژه ماتیږي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په شریعت محمدی صلی الله علیه وسلم کی په هر هغه شی باندی روژه ماتیږی چی په مستقیم ډول سره و دماغ او یا هم و ګیډی ته داخل شی، که په غیرمستقیم ډول سره یوشی داخل شی په هغه سره روژه نه ماتیږی لکه غسل کول، په لمبیدلو سره هم هغه اوبه چي د پوستکی د کوچنیو مساماتوڅخه و بدن ته داخلیږی او انسان خونک کیږی او تنده یی په ماتیږی په دې ټولو روژه نه په ماتیږی دا ځکه چی دا په غیرمستقیم ډول د اوبو داخلیدل دی و بدن ته.

په دې باندی د عالم اسلام ټول علماء کرام په یوه خوله سره دی چی په ستن سره روژه نه ماتیږی دا ځکه چی که په رګ کی ولګول شی او یا هم په غوښه کی نو دارو درمل ورګونو ته ځی او په غیرمستقیم ډول سره و دماغ او ګیډی ته ځي،په دې هکله تر ټولو زیاته څیړنه مفتی اعظم پاکستان مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه کړیده د اسلام او نوی ساینسی څیړنو په رڼاکي، له ده سره د هندوستان، الازهر شریف، سعودی عربستان او د نړۍ ټول علماء کرام په یوه خوله دي.، علماء کرامو د ستنی لګول پر دې باندی قیاس کړیده لکه په شریعت کی چي یوڅوک لړم ووهي روژه نه په ماتیږي په همدې ترتیب سره په ستنی لګولو باندی که هغه د غوښی ستن وي او یاهم درګ وی په دې ټولوباندی روژه نه ماتیږي.

دا مسله تاسی په لاندنیو فتاواو کی کتلای هم شي:

۱- امدادالفتاوی ټوک ۲ پاڼه ۱۷۶
لیکوال: حکیم الامت حضرت مولانااشرف علی تهانوی رحمة الله علیه

۲- درس ترمذی ټوک ۲ پاڼه ۶۲۷
لیکوال: مفتی محمدتقی عثمانی صاحب

۳ – فتاوی دارالعلوم زکریا ټوک ۳ پاڼه ۲۹۲
لیکوال: مفتی رضاء الحق صاحب

۴ – جامع الفتاوی پاڼه ۴۱۴

۵ – فتاوی مفتی محمود ټوک ۳ پاڼه ۴۸۹
لیکوال: مفتی محمودصاحب

۶ – کتاب الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۳۹۰
لیکوال: مفتی خالدیوسف رحمانی صاحب

۷ – کفایت المفتی ټوک ۴ پاڼه ۲۵۴
لیکوال: مولاناکفایت الله دهلوی رحمة الله علیه

۸ – فتاوی فریدیه ټوک ۴ پاڼه ۱۲۹
لیکوال: مفتی فریدصاحب

۹ – احسن الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۴۳۲
لیکوال: مفتی رشیداحمدصاحب

۱۰ – خیرالفتاوی ټوک ۵ پاڼه ۷۵
لیکوال: مولانامفتی خیرمحمدصاحب

۱۱ – فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک ۶ پاڼه ۲۵۹
لیکوال: مولانامفتی عزیزالرحمن صاحب

۱۲ – فتاوی رحیمیه ټوک ۷ پاڼه ۲۶۴
لیکوال: حضرم مولانامفتی عبدالرحیم صاحب

۱۳ – جواهرالفقه ټوک ۷ پاڼه ۴۴۲
لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه

۱۴ – فتاوی محمودیه ټوک ۱۰ پاڼه ۱۴۷
لیکوال: مفتی محمودالحسن ګنګوهی رحمة الله علیه

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر

ستاسو ددوعاؤ محتاج

عبدالغفار جُبیر

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د