شعـــــرونه

د انلاين مشاعرې د لړۍ اوومه مشاعره

د ښاغلي سيد احسان الله  الهام د فیسبوک په دېوال  ( پاڼه )  د تېري جمعې مبارکې په شپه د 2014 ميلادي کال  د دوهمې  مياشتې په   6مه نېټه
د انلاين مشاعرې د لړۍ اوومه  مشاعره ترسره شوه.

په نوموړې  مشاعره کې و قدرمنو ګډونوالواو مينوالو  شاعرانو ته دمفتون  صاحب  لاندي بيت د مطلع په توګه ټاکل شوی وو.

مونږ  دحق په  سر کي نه ګورو  خپل  سـر ته
غاړي   وځـــو  په   خنـــــدا خنـــــدا  خطـــر ته

يوځل بيا تاندو شاعرانو خورا ښكلي  بيتونه  ليكلي دى ، دا چې بيتونه  ما شا ء الله ډير زيات دي  نو څه يې له تاسو  سره دلته شريکوو.

حلميار فطرت

دژوندون سرابه څنګه دي راګير کړم
نه راستون شوم نه دي وروستم ګودر ته

سيداحسان الله الهام
كړى چا په زور نه  دى غيرت  راباندي
په خوښئ درومو دحق جنګ و ډګر ته

پختون زلمي
خدايه  ستا د درمحتاج ښه  یو خوشحال یو
خدای ته  مو محتاج مكړې دبل در ته

Yasir Wadan
د توحيد رڼا دي ساتي له هر شره
ځوانه! لاس ور واچوه و دغه صفر ته

عمر خراساني
مو سر ځي  كه مو مال ځي  فروا نشته
خو ميړانه ور شكاره كرئ يرغلګر ته

سيداحسان الله الهام
چي دوخت فرعونيان درست ورنه ډاريږي
ستر هيبت الله ور كړى سپين لښكر ته

صالح غزنوی
چي دمرګ له  ویري حق ویلای نشي
داسی خلګ دي بیانه  خیزي منبرته

Yasir Wadan
دا له هجره پر سينه څنګه زخمي دى
اي چناره  ته لږ وګوره نشتر ته

صديق الله عمران
چی غلیم یی له هیبته فه  لړ زان وي
آفرین  وایوهغه شکلي  لشکرته

سيداحسان الله الهام
چي دوخت فرعونيان درست ورنه ډاريږي
ستر هيبت الله وركړى سپين لښكرته

پختون زلمي
تورو شپو کی مو مزل په  دی تکل دى
په مزلونو لنډوو لاره سحر ته

Yasir Wadan
ستا په سره ارته لمن كي مي ځاى نسته
بيابانه! نور به مخ كومه غر ته

بهير افغان بهير
چی می مینه  ستاله  نوم سره  نښلي
په هسك سر ځمه ودار او هم سنګرته

پختون زلمي
خدايه  ستا لار کی وتلی دى له کوره
همت وركړی  دا دغرونو مسافر ته

صالح غزنوی
دبری تمه  دی نلري  هيڅ  وخت كي
څوک چی نوي وفادار وخپله رهبر ته

سيداحسان الله الهام
كه چا نه وي كوم شهيد زلمى ليدلى
پورته وګورئ سپېڅلي حسين لمرته

پختون زلمي
دتكبير ږغونه  هر طرف خپاره دي
مونګ  میدان پرايښى  ندى ستمګرته

Yasir Wadan
ما د عشق په سر قسم در سره كړى
درده راسه را نژدې مي سه ځيګر ته

سيداحسان الله الهام
هيڅ بې برخې به لاړ نه شي  برخمن دى
چا چي ايښى دى خپل سر دخداى ودر ته

حلميار فطرت
له خارداره ونې  سره ګلاب ټوکیږي
ابراهم غوندي زوی خدای ورکړى ارز ته

صالح غزنوی
دهغو خولې به كړو ماتې وخت به راشي
چاچي كړى سپكاوى وپيغمبر ته

مدثر همراز
دا سی خلک دی الله ذلیل رسوا کړي
چی لمن وهی د خیرپه نامه  شر ته

سيداحسان الله الهام
د اوبوتنده ده دكوثر را سره
  دا چي تيز لكه با زان ځو دغره سر ته

Marg Tha Khanda
موږ ددې دنيا په مينه قربان نه يو
په خوبونو كي خوب وړي يو كوثرته

سيداحسان الله الهام
موږ اشعار حماسي ليكو بيابه ګورو
ته بيتونه سموه خيالي هنر ته

اتليار واکمن
په الهامه به چاپه اچوو واكمنه
يو چكر به خامخاورځو لوګرته

Yasir Wadan
دغه چاره و “ودان” ته سوله سخته
چی به سوله چیرته ووایي و شر ته

حلميار فطرت
علم پوهه دثریا له غیږي راوړي
مبتدي طالب چي ټک ورکړي وزر ته

سيداحسان الله الهام
كه جانان دى كه يې مينه  ده  سنګر دى
موږ نه  ځو په شنوخالو پسې ګودر ته

مدثر همراز
هیڅ تشبه یی په دی ټول جهان کی نشته
داسی شان الله ورکړی پغمبر ته

حلميار فطرت
لاس او پښي وهه ګوهر به هم مونده کړې
چي غوټه سولې دعلم سمندر ته

سيداحسان الله الهام
هغه درست په ميړنو كي شمېرل كيږي
چي تيار دي پر غليم دبريد اشر ته

اتليار واکمن
له زړه پوري ووري وزي لكه غشى
زه  تسلیم یمه  دمړوسترګو نظرته

مدثر همراز
بیا چنارشی بیا چنچڼی شی چغارشی
با حیا پیغله  چي  بیا راشی ګودر ته

Habib Hanif
هرغلیم که هرتورتم ته یو سپارلی
خو له ننگه یو وتلی رون سحر ته.

مدثر همراز
د لمبو پروا دی نه راځی کافره
ابراهیم ولاړ یم مخی د ازر ته

سيداحسان الله الهام
كه هر څو مزلونه دراز  دراز وي الهامه
دنيكئ يو پېټى دروند غواړو محشر ته

—————–

سيد احسان الله  الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x