نړۍ

ټرمپ: روژه د امن میاشت ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روژې په مناسبت له سپينې ماڼۍ څخه په یوه پيغام کې ویلي چې روژه میاشت د امن دی، ځکه نو باید له سخت دریځۍ څخه لاس واخیستل شي.

نوموړي ویلي چې روان کال د روژې میاشت په داسي وخت کې راځي چې تازه په مصر او برتانیه کې بې ګناه خلک د «تروریستي» بریدونو هدف ګرځيدلي چې له امله یې ټوله نړۍ په غم ده.

ټرمپ ددغه پيښو د غندلو تر څنګ ویلي چې دغسي «تور اعمال» د روژې میاشتي سره په ټکر کي دي، ځکه نو باید روژې ته په احترام د سخت دریځۍ څخه لاس واخیستل شي.

نوموړي ویلي چې امریکا تل د خپل ایتلافي هیوادونو تر څنګ د تروریزم پر خلاف جنګېدلی او د هغوی ملاتړ به کوي.

باید وویل شي چې نوموړی په داسي مهال کې دغه خبري کوي چې همدا اوس د امریکا پوځي او سیاسي اداره د افغانستان د جګړې د تیزولو په اړه په سلا مشوره بوخت دي او تمه کیږي چې یوه میاشت وروسته به افغانستان ته د اضافي امریکايي عسکرو لیږلو او نوي ستراتیژي جوړېدو په اړه پرېکړه کیږي.

د امریکا پوځي جنرالان ټینګار کوي چې د طالبانو پر ضد د جګړې ګټلو لپاره اړینه ده چې افغانستان ته خواو شا ۵۰۰۰ نور عسکر ولیږل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

تاسې امن څه ته وايۍ ،که امن غواړي نواسلام ته راشه چه امن درته ازده کړى،په دنيا کي بيحيائې عام کولو دپاره لاپي وهل او ريشتونى هستۍ ته وتيغ کولو سره امن نه راځى بلکه دغه اور اوس ستا لمن ته هم سرايت کړۍدئ ،

بلال

طالبان د الله ج عسکر دی ، د هغو شهیدان واپس د هغوی صفوفو سره د اشغالګرو کفارو په ضد جنګیږی د هغوی سره چه مرګ نه لری ( شهیدان مرګ نه لری ) او یا د هغو سره چه له مرګ نه ډاریږی بلکه مرګ له دوی ډاریږی مرګ ته په هماغه لیوالتیا ورځغلی څومره چه کفار د ژوندی ساتنی هلی ځلی لری، نو د داسی چا سره جنګ کول د اوسپنی نینو چیجل دی، الله ج تل د هر فرعون دپاره موسی زیږولی دی د امریکای فرعونیت د پاره یی ملا عمر او د هغه نور ملګری تآکلی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x