روژه په اسلام او نوي ساینس کي (۱)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په قرانکریم کي روژه:

شَهۡرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِيٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلۡقُرۡءَانُ هُدٗى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡهُدَىٰ وَٱلۡفُرۡقَانِۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٖ فَعِدَّةٞ مِّنۡ أَيَّامٍ أُخَرَۗ يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلۡيُسۡرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلۡعُسۡرَ وَلِتُكۡمِلُواْ ٱلۡعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمۡ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ١٨٥ (البقره ۱۸۵)

د روژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي د خلکو لپاره هدایت دی او د هدایت لپاره روښانه دلایل او(د حق او باطل) تر مینځ بېلوونکی دی، نو ستاسی څخه هرڅوک چي میاشت ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نو له ورپسې ورځو څخه دی د خوړل شویو ورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پر تاسې د اسانۍ اراده لری او پر تاسې د سختۍ اراده نه لری او ددې لپاره چي د روژې شمېر پوره کړئ او له دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یاد کړی ښایی چي شکر اوباسئ

بل ځای په قرانکریم کی راځی:

أُحِلَّ لَكُمۡ لَيۡلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمۡۚ هُنَّ لِبَاسٞ لَّكُمۡ وَأَنتُمۡ لِبَاسٞ لَّهُنَّۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَخۡتَانُونَ أَنفُسَكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنكُمۡۖ فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ وَكُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلۡخَيۡطُ ٱلۡأَبۡيَضُ مِنَ ٱلۡخَيۡطِ ٱلۡأَسۡوَدِ مِنَ ٱلۡفَجۡرِۖ ثُمَّ أَتِمُّواْ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيۡلِۚ وَلَا تُبَٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمۡ عَٰكِفُونَ فِي ٱلۡمَسَٰجِدِۗ تِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَقۡرَبُوهَاۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ ءَايَٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ ١٨٧ (البقره ۱۸۷)

د روژې په شپو کښې ستاسې لپاره ستاسې د ښځو سره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې او تاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلو ځانونو خیانت کوئ خو ستاسې توبه ئې قبوله کړه او تاسی ئې و بخښلاست نو اوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، او هغه څه چي الله ستاسې لپاره مقرر کړیدی وئې غواړئ، او خورئ ئې او څښئ څو چي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تور تاره (شپې) څخه ښکاره شی بیا خپله روژه تر شپې پوری پوره کړئ۔۔۔

روژې ته ولي رمضان ویل کیږي؟

د روژې ومیاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، او دا توری په قران عزیز کی یو ځلی د سورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سر کی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولی د کائناتو پنځونکی لوی الله جل جلاله و دې میاشتې ته د رمضان میاشت وویل؟

رمضان د(رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یا رمض و هغو شګوته ویل کیږی چي داسی ګرمې او تودې وې چي پښې سوځوي چي دا د ټولو د عربی ژبې د لغت پوهانو په نظر اتفاقی ده، د عربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:

رمض النهار(ورځې ډېر ګرمېدل)

رمض الشمس (په شګو او نورو څېزونو لمر پرېوتل)

رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی د پښې سوځېدل)

رمض الغنم (څاروی په ډېر ګرم ځای کی څرول)

رمض اللامر (د غصې او قهر نه د اور لمبه کېدل)

اوس به درته جوته شوې وې چي د روژې و میاشتې ته په دې رمضان وایي چي دا ګناه سوځوي او دا توری د جاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔

د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې و میاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي دا ګناهونه سوځوي او ختموې ئې۔

(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهری)

د همدې حدیث شریف په تائید باندی شیخ بن حسن طبری او شیخ عبدالقادر جیلانی رحمة الله علیهما وایي چي د روژې و میاشتې ته ځکه رمضان وایي چي په دې میاشت کی د مسلمانو او شریفانو ګناهونه سوځې او له مینځه ځی۔

(تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)

و روژې نیولو ته ولي صوم وايي؟

و روژې نیولوته په قران عزیز کی (صوم) راغلی دی د اتوری په قرانکریم کی په مختلفو صیغو سره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) د عربی ژبې د لغت پوهانو(د منجد ، لسان العرب، بحر الوسیط او نورو…) لیکوالانو په اند چي و امساک، منع او بندېدو ته وایی او د شرعی په اصطلاح کی (صوم) د سپېدو څخه تر لمر لوېدو پوری د خوراک، څښاک، جماع او نورو هغو لارو څخه چي د انسان و بدن ته شی داخلیږی، ددې ټولوڅخه ځان منع کولو او امساک ته (صوم) وایي۔

روژه کله فرض سوه؟

روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې پورته ذکر شو، او روژه د هجری سپوږمیز کال نهمه میاشت ده

روژه تراسلام مخکی هم په مختلفو دورو او مختلفو بڼو سره فرض وه، د بېلګې په ډول سره پر ځینو امتونو د هرې میاشتې ایام البیض یا د روښانو شپو(دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم) روژې فرض وې، یهودو او نصاراوو د محرم د لسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول او د قران عزیز په دې حکم سره چي روژه د رمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی او د هغو روژو نیولو حکم پر سنتیت باندی پاته شو؛ دا ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د محرم او روښانه شپو روژې نېولې

نوربیا…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د